ننګرهار كې د يوه كور اته كسه په مرموز ډول وژل شوي د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې نا معلومه وسلوالو د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ ۸ غړي په مرموز ډول وژلي دي
چارواکي وايي، چې د یادو کسانو مړي نن سهار په خپل کور کې موندلي دي.
د سیمې یو اوسیدونکي د نوم او غږ د نه خپراوي په شرط کلید ته وویل، چې د پيښې د رامنځته کیدو وخت معلوم نه دی؛ خو مړي یې نن سهار د بهسودو ولسوالۍ اړوند د خوشګنبد په (قلعه میرزا) سیمه موندل شوي دي.
هغه زیاته کړه، چې په پيښه کې۴ ماشومان، دوه ښځې او یو سړی وژل شوي دي.
په همدې حال کې د ننګرهار د ولایتي شورا غړي ذبیح الله زمري کلید ته وویل، پيښه تیره شپه رامځته شوې او له امله یې د دغې کورنۍ ۸ غړي وژل شوي دي.
نوموړی وایي، د کورنۍ څلور انجونې، دوه ښځې، یو کوچنی ماشوم او یو نارینه په وژل شویو کسانو کې شامل دي.
بلخوا د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوګیاڼي کلید سره په خبرو کې یوازې د پيښې پخلی وکړ او د نورو جزیاتو له ورکړې یې ډډه وکړه.
وموغوښتل چې په دې اړه د بهسودو د ولسوال اسرالله قاري زاده او د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر د مسول حضرت حسین مشرقیوال نظر هم له ځانه سره ولرو؛ خو تر اړيكونيولو وروسته هم بريالي نه شوو.
بلخوا تر اوسه کوم چا او یا هم د دولت کومې مخالفې وسله والې ډلې د پيښې په تړاو څه نه دي ویلي.