د ليبيايي دلو مشرانو يو ځل بيا د هوکړې پر پلي کيد ټينگار کړی دی

د يو شمير نړيوالو او سيمه ايزو هيوادونو بهرنيو چارو وزيرانو هم په ليبيا کي د ستونزو د هواری په موخه د ملگرو ملتونو له پريکړې ملاتړ اعلان کړی دیimages

د ایټالیا په پلازمینه روم کې د لیبیا ستونزو د هواری په موخه نړیوال کنفرانس تر سره شوی دی. په دې ناسته کې د نړۍ او لیبیا ګاونډیو هیوادونو او همدارنګه د پیژندلو شویو بنسټونو او ادارو استازو ګډون کړی وو. له دې سره په دې ناسته کې د لیبیایي ډلو پنځه لسو غړیو هم شتون درلود او د ملګرو ملتونو له لوري د ستونزو د هواری په موخه د غوښتنې پر پلی کیدو تینګار کړی دی. د لیبیا پیژندلو شویو او مخکښو ښکیلو ډلو تیره اونۍ په تونس کې د یوه ملي یوالي حکومت په رامنځ ته کولو او د ستونزو د هوارۍ په تړاو یو تړون لاسلیک کړی دی.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کري چې ددې ناستې مشرې په غاړه درلوده په لیبیا کې یې حالات کړکیچن ښودلي او له ښکیلو ډلو څخه یې غوښتي ترڅو خپلې کړې ژمنې پلې کړي.

جان کري/ ” مونږ له لیبیا د ملاتړ ډلې غړي چې له نړیوالو او ګاونډیو هیوادونو او د یو شمیر بنسټونو د استازو په ګډون رامنځ ته شوې سره را ټول شوي یو ترڅو اعلان وکړو چې په لیبیا کې د روان حالت دوام ته اجازه نه ورکوو دا حالت د داعش د پرمختګ لپاره د منلو وړ نه دی ډیری لیبیایي مشران چمتو دي ترڅو د ملګرو ملتونو وړاندیز لاسلیک کړی او مونږ له دې څخه ملاتړ کوو.”

له کله چې د لیبیایي ډلو ترمنځ له یوه کال راهیسې خبرې پیل شوې دا لومړی ځل دی چې ډیریو ډلو د ملګرو ملتونو له هوکړې ملاتړ کړی دی. ټاکل شوې دا هوکړه له چهار شنبې په ورځ ددوی ترمنځ لاسلیک شي. له دې سره د روم ناستې ګډونوالو ژمنه کړې چې د لیبیا له نوي حکومت سره به هر ډول مرستې کوي. لیبیا له دوه زره یولسم کال راهیسې کله چې په دې هیواد کې د معمر قذافي رژیم نسکور شو له نارامیو سره مخ ده او په دې وروستیو کې دې هیواد ته د داعش لمن هم را غځیدلې ده او دوه ښارونه یي نیولي دي.

Author

خروج از نسخه موبایل