بامیان د نړۍ زړه راښکونکو ښارونو لیست کې راغلی

د افغانستان مرکزي بامیان ولایت د نړۍ د زړه راښکونکو ښارونو شبکې غړی شو. دا ځانګړتیا بامیانو ته د لاسي صنایعو او سوچه کلتور له برکته ورکړل شوې ده.

د نړۍ په ۳۳ هېوادونو کې ۴۷ ښارونه د ملګرو ملتونو د علمي او کلتوري ټولنې (یونیسکو) له خوا د نړۍ زړه راښکونکي ښارونه منل شوي دي.

په بامیانو ولایت کې ډېری لرغونې سیمې دي.

د یونیسکو چارواکي وايي، په ټوله منځنۍ آسیا کې بامیان ښار زړه راښکونکی ښار ګڼل شوی دی.

کابل کې د یونیسکو د دفتر سارا نوشادي بي بي سي ته وویل، بامیانو ته دا نوم د تېرې جمعې په ورځ ورکړل شو.

د یونیسکو چارواکي وايي، په ټوله منځنۍ آسیا کې بامیان ښار زړه راښکونکی ښار ګڼل شوی دی.

بامیان د افغانستان په زړه کې ډېرې تاریخي آبدې او د سیاحت لپاره ګڼ ځایونه لري، چې په ۲۰۱۵ کال د سوېلي آسیا د سیمه ییزو همکاریو (سارک) سازمان له خوا کلتوري پلازمېنه اعلان شو.

په تېرو څو کلونو کې د بامیانو د کلتوري پراختیا لپاره هڅې ډېرې شوې دي. باميان د بودا د دوو سترو مجسمو په لرلو سره د نړيوالو سېلانيانو پام وړ ځاى و، خو وسله والو طالبانو په ٢٠٠١ ميلادي کال کې دغه مجسمې د باردو او لمبو په زور خاورې ايرې کړې.

باميان د افغانستان هغه ولايت دى چې هسک غرونه او درې يې زړه راښکونکې منظرې او سيل ځايونه لري.

باميان د بودا د دوو سترو مجسمو په لرلو سره د نړيوالو سېلانيانو پام وړ ځاى و، خو وسله والو طالبانو په ٢٠٠١ ميلادي کال کې دغه مجسمې د باردو او لمبو په زور خاورې ايرې کړې.

اوس دغه څه نه شته خو لا هم يو شمېر سېلانيان د دغو بوتانو تشو ځايونو ته ورځي او ښايي د خيال په مرسته د ماضي په حافظه کې د دغو شهکارونو ننداره کوي. باميان د افغانستان هغه ولايت دى چې هسک غرونه او درې يې زړه راښکونکې منظرې او سيل ځايونه لري.

دغو خورا ګران بيه اثارو تر ۱۶۰۰ کلونو ډېره تاريخي مخينه لرله.

هر کال ګڼ شمېر کورني او بهرني سېلانيان د باميانو د منظرو او ښکلاګانو د ليدلو لپاره دغه ولايت ته مخه کوي.

Author

خروج از نسخه موبایل