عبدالله بن محمد السهيان په يمن کې د سعودي ځواکونو مشري پر غاړه لرله
د سعودي يو مهم قومندان چې ويل کېږي يمن کې د عربستان د ځانګړو ځواکونو مشري يې پر غاړه لرله د دې هېواد جنوب تعز ښار کې وژل شوی دی.
په يمن کې د عربستان په مشرۍ ايتلاف د دوشنبې (۱۴ ډسمبر) په يوه خبرپاڼه کې ويلي، “عبدالله بن محمد السهيان د يوه اماراتي افسر سلطان بن محمد علي الکتبي سره د دندې پر مهال د تعز د ازادولو په عملياتو کې وژل شوی دی.”
نوموړو دوو پوځي افسرانو د حوثي ياغيانو په راکټي بريد کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
سعودي وژل شوي قومندان سهيان دوې ورځې وړاندې د يمن ولسمشر عبدربه منصور هادي سره کتلي او د مېړانې مډال يې ترلاسه کړی و.
متحده عربي امارات چې د سعودي په مشرۍ ايتلاف کې مهمه ونډه لري هم په يمن کې د پوځي افسر د وژل کېدو خبر تاييد کړی دی.
له دې وړاندې هم د متحده عربي اماراتو څو پوځيان په يمن کې وژل شوي وو.
د دغو دوو پوځي افسرانو وژل يمن کې د سولې خبرو لپاره د دواړو ښکېلو غاړو تر منځ د اوربند له پيلېدو څو ساعته مخکې شوي دي.
ملګرو ملتونو د يمن له ولسمشر عبدربه منصور هادي او حوثي ياغيانو غوښتي چې د سولې په هغو خبرو کې ګډون وکړي چې د ډسمبر مياشتې پر ۱۵ نېټه پيل کېږي.
وړاندې هم څو ځله په يمن کې د اوربند او سولې لپاره هڅې شوې وې خو کاميابې نه وي او دواړو غاړو يو پر بل د اوربند ماتولو تور لګاوه.