داعش د لیبیا تیلو ته د رسېدو په لټه کې دی

فرانسه وايي، داعش ډله لیبیا کې د ۲۰۰۰ او ۳۰۰۰ ترمنځ جنګیالي لري، چې یوازې ۱۵۰۰یې په سرت ښار کې دي151115111502_is_libya_624x351_screengrab_nocredit

د فرانسې دفاع وزیر جان ایف لودریان ویلي، د لیبیا د سمندر پر څنډو ”اسلامي دولت” ډله ورو ورو لیبیا ته ننوځي چې هلته د تېلو څاګانو ته ځان ورسوي.

لودریان دا څرګندونې له ”آر ټي اېل” رادیو سره کړې دي، چې وايي دغه ډله په لیبیا کې د ۲۰۰۰ او ۳۰۰۰ ترمنځ جنګیالي لري، چې یوازې ۱۵۰۰ یې په سرت ښار کې دي.

د ملګرو ملتونو په یوه راپور کې راغلي، په دغو جنګیالیو کې هغه کسان هم دي، چې په سوریه کې جنګېدلي او بیا خپلو هېوادونو ته ستانه شوي، خو داسې جنګیالي هم پکې شته، چې په ځانګړي ډ،ل له تونس، سودان او یمن نه ورغلي دي.

د فرانسې دغه سیاستوال ویلي، ”اسلامي دولت” ډله هڅه کوي چې د لیبیا د تېلو سرچینې تر خپل کنټرول لاندې راولي او له سرت ښار نه ۳۵۰ کیلومتره لیرې اجدابیا ته خپل لاسونه وغځوي.

په اجدابیا کې د لیبیا ډېری د تېلو او ګازو څاګان دي.

لیبیا له څه باندې یوه کال راهیسې د واک پر سر د شخړې له کبله پر دوو مشرتابه وو وېشل شوې ده، حکومت او پارلمان یې چې د هېواد په ختیځ کې دي، د نړیوالو له خوا په رسمیت پېژندل شوي، او هغه حکومت او پارلمان چې په رسمیت نه دي پېژندل شوي، په طرابلس ښار کې یې ځان ته پلازمېنه جوړه کړې ده چې د ”لیبیا ګهیځ” په نامه له وسله والې ډلې سره اړیکي لري.

په لیبیا کې د ناامنیو له کبله، هلته د ”اسلامي دولت” په څېر ډېرو سخت دریځو ډلو هم خپل لاسونه وغځول.

دغه ډلې په تېلو د بډایه دغه هېواد د کنټرول لپاره ډېرې هڅې کوي.

لودریان وايي، په لیبیا کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مارټن کوپلر تر څارنې لاندې، د جوړجاړي خبرې په روم کې وشوې، چې تر ډېره د سیاسي حل تمه ورته شته.

د فرانسې دغه چارواکي په لیبیا کې د سوریې په څېر د ”اسلامي دولت” پرضد د پوځي ګام اخیستو په اړه له څرګندونو ډډه وکړه، چې په وینا یې لیبیایان پخپله کولی شي چې د دا ډول ډلو مخه ونیشي.

په لیبیا کې د ناامنیو له کبله، هلته د ”اسلامي دولت” په څېر ډېرو سخت دریځو ډلو هم خپل لاسونه وغځول.

کله چې له نوموړي وپوښتل شي، چې آیا لیبیا کې به د سخت دریځو پرضد هوايي بریدونه وشي، ده وویل ”هڅه دا ده چې په لیبیا کې د بېلابېلو قبایلو او ډلو ترمنځ سیاسي حل وموندل شي، خو دوی اوس په کافي اندازه دومره پوځي وسائل لري، چې ”اسلامي دولت” مخته تلو ته پرې نه ږدي، خو اړتیا ده چې سیاسي هوډ او ملګرتیا هم غښتلې کړي”.

لیبیا کې اوس دوه واکمنان دي، یو د نړیوالو له خوا په رسمیت پېژندل شوی حکومت او پارلمان او بل د جنګي ډلو په ملاتړ جوړ حکومت او پارلمان

په یوه بل راپور کې په ډاګه شوې ده، چې ”اسلامي دولت” ډله د سوریې په دیر الزور، رقه او الحسکه سیمو کې پر ۲۷ تېل لرونکو سیمو واکمنه ده، چې د الجزیرې تلوېزیون یو خپور شوی راپور وايي، دغه ډله په سوریه کې د تېلو د خرڅلاو له کبله هره میاشت نژدې ۶٫۵ میلیارد سوري لیره (چې ۳۴ میلیون ډالر کېږي) عاید ترلاسه کوي.

”اسلامي دولت” هره میاشت سوریه کې نژدې ۱٫۵ میلیون بیرله تېل تولیدوي، چې له برکته یې نژدې شپیته میلیون ډالر ترلاسه کوي.

Author

خروج از نسخه موبایل