ټاپي پروژه په رسمي توګه پرانیستل شوه

افغانستان هیله لري چې د دغي پروژې پلي کېدو سره به هم اقتصادي ګټه وکړي او له سولې او ټکاو څخه برخمن شي.

د ‘ټاپي’ په نوم د ګازو نل لیکې پروژه نن (یکشنبه) رسماً په ترکمنستان کې پرانیستل شوه. د پرانیستې په پیل کې د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بردي محدوف وویل، د ګازو د نل لیکې دا پروژه به د ۲۰۱۹ کال تر دسمبر میاشتې پورې بشپړه شي.

د پرانیستې مراسم د ترکمنستان په سوېل لوېدیځ ماري ښار کې ترسره شول، چې د افغان ولسمشر سربېره، د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف او د هند مرستیال ولسمشر حمید انصاري هم ورغلي وو.

د ترکمنستان ولسمشر دا هم وویل، چې دا پروژه به په کال کې د ۳۳ میلیارد مرت مکعب ګاز لېږدولو توان ولري.

دا پروژه شاوخوا اته میلیارده ډالره لګښت لري. افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم ددې نل لیکې د عملي چارو د ګډون په غونډه کې د ګډون لپاره عشق اباد ته تللی دی.

دا نل لیکه په ترکمنستان کې د ۱۴۷ کیلومتره غځېدو وروسته د افغانستان خاورې ته داخلیږي او له هرات، فراه، کندهار او هلمند ولایتونو تېرېږي او پاکستان ته ننوځي چې له هغې لارې هندوستان ته ځي.

دغه د اته میلیارده ډالرو ټاپي پروژې طرحې هوکړه لیک د ۲۰۱۰ میلادي کال په وروستیو کې د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان له خوا په عشق آباد کې لاسلیک شو.

دغه پروژه په کال کې د ۳۳ میلیارده متر مکعب ګاز د لېږد ظرفیت لري او ددغو څلورو هېوادونو لپاره سیاسي او اقتصادي ارزښت لري.

افغانستان هیله لري چې د دغي پروژې پلي کېدو سره به هم اقتصادي ګټه وکړي او له سولې او ټکاو څخه برخمن شي.

Author

خروج از نسخه موبایل