تحلیل(څیړنه): د اسلام آباد ناسته به ګټورې پایلې ولري؟

ولسمشر غني د اسلام آباد په ناسته کې په ډاګه په بیلا بیلو مسایلو خبرې وکړي او ډیریو مسایلو ته یې نغوته درلوده. ددوی یوه څرګندونه دا وه چې په افغانستان کې د سولې په هکله د پاکستان هڅو ته د شک په سترګو کتل کیږي او اسلام آباد باید خپله ریښتینوي په داګه کړي. د پآکستان لومړي وزیر څرګندونې بیا هم د تیرو څرګندوو په څیرې وي او په دې هکله 151209101106_ghani-nawaz_640x360__nocreditکومه نوې خبره ونه لیدل شول او دده څرګندونو د کابل او اسلام اباد اړیکو ته نوی رنګ ورنکړ.

خو د تیرې اونۍ چهارشنبې ورځې په وروستیو کې وویل شول چې تر راتلونکې اونۍ د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د پخلاینې خبرو د دوهم پړاو پیلیدو په هکله هوکړه شوې ده. له دې داسې ښکاري چې د پردې تر شاهوکړه شوې ده. د اسلام اباد ناستې په ځنډه کې درې اړخیزې او څلور اړخیزې ناستې هم د بیلا بیلو هیوادونو د استازو ترمنځ تر سره شوې دي

داسې ویل کیږي چې په دې ناستو کې د کابل او اسلام اباد د چارواکیو سربیره د نړۍ یو شمیر نورو هیوادونو استازو هم ګډون کړی وو او د افغان سولې په هکله یو شمیر نظرونه څرګند شول خو به دې ناسته کې ځینې ټکي د اهمیت وړ دي

لومړی ټکی دادی چې په دې غونډه کې د امریکا او چین هیوادون استازو ګدون کړی وو او د افغانستان د سولې پر بهیر یې ټینګار کاوه په داسې حال کې چې د ملي یوالي حکومت په رامنځ ته کیدو سره چین د افغان سولې بهیر ته لاس غځولی دی

د پخلاینې خبرو په لومړي پړاو کې چین په کوربه توب او افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ په لاره واچول شو او بیا وروسته د اسلام اباد مري ته را ولیږدول شو د ملا عمر د مړینې له اعلان وروسته وځندول شوې او اوس د چین رول بیا پیاوړی کیږي د افغانستان پاکستان چین او امریکا رول یو ځل بیا آزمویل کیږي

خو په دې کې اوس هم د پاکستان دریځ د اندیښنې او نه باور وړ دی له دې سره چې د افغانستان بهرنیو چارو او امنیت سلاکار سرتاج عزیز په خپلو خبرو کې چې د ګډ کنفرانس په هکله یې کړې وې وویل پاکستان به یو ځل بیا پر هغو وسله والو طالبانو چې ددوی په واک کې دي خبرو کولو ته اړ کړي خو دده دا څرګندونې تکراري وي او په تیرو کې هم پآکستان ورته خبرې کړي دي.

له دې څخه یوه بله اندیښنه او د پام وړ مسله د ملي امنیت عمومي ریاست د ریس څرګندونې دي ښاغلي نبیل اسلام آباد ته پر تلونکې ډلې کلکه نیوکه کړې او دولسمشر په مشری یې ددې پلاوې سفر بې ګټې ښودلی دی ویل کیږي چې دوی له ښاغلي غني سره ښې اړیکې نلري د پآکستان استختباراتي ادارې او دولت په هکله په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي: « په هغه وخت چې د پآکستان لومړي وزیر نواز شریف د آسیا ناستې په لړ کې اعلان وکړ چې د افغانستان دښمن د پآکستان دوښمن دی زمونږ هیوادوال د کندهار هوایي ډګر په فامیلیو او د هلمند ولایت په خاانشین ولسوالی کې له وینو سره ولمبول شول ». ښاغلي نبیل په وروستیو کې دا پوښتنه کړې چې ولي د افغانستان پنځه زره کلن تاریخ د پاکستان شپیته کلن تاریخ ته په ګونډو شوی دی خو ښاغلي نبیل په دې هکله ډير مالومات نه دي ورکړي خو دا چې د هیواد دومره لوړ پوړي چارواکي دې برخې ته نغوته کوي ددې ښکارندویي کوي چې د پردې تر شا ډیری پریکړې شوي دي چې کیدای شي هیواد ته زیانونه ورسوي.

Author

خروج از نسخه موبایل