پوټين په سوريه كې د روسي ځواكونو د عملياتو پر چټكتيا ټينګار كړى

پوټين په سوريه كې د روسي ځواكونو د عملياتو پر چټكتيا ټينګار كړى روسيې د هغو نظامي مرکزونو د له منځه وړلو حکم كړى، چې په سوريه کې د روسيې پر سرتېرو بريدونه كوي.

د روسيې جمهور رئيس ويلاديمير پوتين يوې نظامي غونډې ته په وينا کې ويلي، چې په سوريه کې د وسله والو په ضد خپل عمليات چټک او هر هغه مرکز په نښه کړي، چې د روسيې پر نظامي اډو بريدونه کوي.

د نوموړي په خبره، په سوريه کې د امريکا متحده ايالتونو چارواکو او همدا راز اسراييلي حکومت سره په تماس کې دي، ترڅو نظامي عمليات يې همغږي اوسي.

په همدې حال کې د روسيې د دفاع وزارت ادعا کړې، چې د سوريې نږدې اويا فيصده خاوره د داعش وسله والو په ولکه کې ده.

د دفاع وزارت په خپل خپور کړي رپوټ کې ويلي، چې په سوريه او عراق کې د داعشيانو شمېر کابو شپېته زرو وسله والو ته رسېږي، چې ښايي دغه شمېر نور هم زيات شي.

د روسيې د دفاع وزارت دغه راز اندېښنه ښودلې، چې ښايي داعش د جنوبي قفقاز هېوادونو کې هم نفوذ وکړي.

بلخوا د ايټاليا پايتخت روم کې د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف ويلي، چې امريکا غواړي د وسله والو تر ختمولو وروسته د بشار الاسد حکومت نسکور کړي، چې په خبره يې دا کار ناشونى او غير منطقي ګڼل کېږي.

Author

خروج از نسخه موبایل