ولسمشر ترکمنستان ته لاړ

ولسمش محمد اشرف غني نن سهار د ټاپي غازو نل ليکي د کار پيليدو په مراسمو کي د گډون په موخه د ترکمنستان پلازميني عشق آباد ت ورسيد

ولسمشر ددي دوه ورځيني سفر په لر کي د ترکمنستان افغانستان پاکستان له لاري هند ته د غازو نل ليکي د کار پيليدو په مراسمو کي له گډون سربيره به له خپل ترکمنستاني سيال سره وگوري، د سولي او امنيت په موخه په سیمه ایز کنفرانس کي به هم خبرې وکړي.

له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه د خپرې شوې خبر پاڼې له مخې ښآغلی غني به دبې پلوه پالیسیو، د پرمختګ سولې او امنیت په نامه په ناسته کې چې د سیمه ایزو هیوادونو د مشرانو په ګډون تر سره کیږي ګډون وکړي

له ترکمنستانه افغانستان پاکستان او هندوستان ته د غازو نل لیکې د غځولو تړون په دوه زره لسم کال کې لاسلیک او په دوه دولسم کې یې چارې بشپړې شوې.

ددې تړون له مخې د ترکمنستان غاز به د یو زر اوه سوه درې پنځوس کلیو متره نل لیکې په وسیله د افغانستان او پاکستان له خاورې هندوستان ته ولیږدول شي، په افغانستان کې دا نل لیکه د کندهار ولایت څخه تیریږي او د پاکستان له لارې تر هندوستانه رسیږي. د کانونو وزارت مسولینو ویلي ددې پروژو د مالي ګټو ترځنګ به په زرګونه کندهاریانو ته د بوختیا لاره هواره شي. ددوی په وینا افغانستان هر کال له دې نل لیکې څلور سوه میلیونه ډالره تر لاسه کوي او افغانستان د پنڅو میلیونو ډالرو په پانګې سره په ډې پروژه کې پنځه ویشت سلنه ونډه لري پاکستان او هند هم په دې پروژه کې پنځه ویشت سلنه برخه اخستې ده.

د امنیتي مسولینو په وینا ددې پروژې د امینت لپاره به له نهو تر دولس زره پولیس سرتیري په دنده وګمارل شي. د ټاپي تړون له مخې افغانستان به له دې پروژې په لومړیو لسو کلونو کې هر کال پنځه میلیونه متر مکعبه په دوهمه لسیزه کې یو میلیارده مکعبه او په دریمه لسیزه کې یو نیم میلیارده مکعبه غاز تر لاسه کوي. دا پروژه به اته میلیارده ډالره لګښت ولي چې یوه برخه یې د آسیا پرمختیایي بانک له لوري ورکول کیږي.

Author

خروج از نسخه موبایل