په سعودي عربستان کې د ۱۹۶۵ او ۲۰۰۵ کلونو ترمنځ موده کې هېڅ ټاکنې نه دي شوې
په سعودي عربستان کې د ښاروالۍ ټاکنې کېږي، چې په لومړي ځل ښځې پکې رایې ورکوي او دغو ټاکنو ته تر ۹۰۰ ډېرو ښځو ځانونه نومولي دي.
که څه هم ښځو ته په ټاکنو کې د ګډون کولو اجازه ورکړل شوې، خو لاهم پرې د موټر چلولو بندیز دی.
له ټول ټال ۵۹۳۸ کاندیدانو څخه یې ۹۷۸ ښځې دي.
ټاکنیز سیالان د ښاروالۍ په شوراګانو کې د ۲۱۰۰ څوکیو لپاره سیالي کوي، خو ۱۰۵۰ نورو څوکیو ته بیا د پاچا په موافقې ټاکل کېږي.
د ټاکنیزې سیالۍ پرمهال، نوماندو شویو ښځو ته اجازه ورکړل شوې چې د یوې پردې ترشا خپلو مینه والو ته وینا وکړي، او یا یې پر ځای یو وکیل وغږېږي.
د سلمی الراشد په نامه یوې کاندیدې ویلي: ”ښه احساس مو درلود. بدلون یو لوی تور دی، خو ټاکنې زموږ د حقونو د استازیتوب لپاره لاره هواروي”.
دا د سعودي په تاریخ کې د خپل ډول درېیمې ټاکنې دي.
په سعودي عربستان کې د ۱۹۶۵ او ۲۰۰۵ کلونو ترمنځ موده کې هېڅ ټاکنې نه دي شوې.
د سعودي عربستان مړه شوي پاچا عبدالله بن عبدالعزیز په ټاکنو کې د ښځو د ګډون پرېکړه کړې وه.
نوموړي د اصلاحاتو پرمهال ویلي وو ”په سعودي کې ښځو ثابته کړه چې دوی ښه مشوره او رایه لري”.
پاچا عبدالله له مړینې مخکې په تېره جنورۍ میاشت کې د هېواد د مشورتي عالي شورا ۳۰ ښځینه غړې وټاکلې.
پاچا عبدالله له مړینې مخکې په تېره جنورۍ میاشت کې ولسي جرګې کې ۳۰ ښځ