ضرب عضب عملياتو کې ۳۴۰۰ اورپکي او ۴۸۸ امنيتي ساتوونکي وژل شوي

دغه پوځي عمليات د ډيورنډ کرښې سره نژدې سيمو کې ترسره شوي دي

د پاکستاني پوځ وياند جنرال عاصم سليم باجوه وايي، “د تېر يوه نيم کال په موده کې د ضرب عضب عملياتو په ترڅ کې ۳۴۰۰ اورپکي او ۴۸۸ امنيتي ساتونکي وژل شوي دي.”

د پاکستان پوځ د عامه اړيکو مشر د شنبې پر ورځ (۱۲ ډسمبر) پر خواله رسنيو خپاره شوي يوه پيغام کې ويلي “تراوسه ۱۱ پوځي محکمو ته د “اورپکو” ۱۴۲ قضيې لېږل شوې، چې ۵۵ قضيې پرېکړې ته رسېدلې او ۸۷ نورې تراوسه په محکمه کې دي.”

دی وايي “تراوسه ۳۱ مهمو اورپکو ته سزا ورکړل شوې”

د پاکستاني پوځ وياند عاصم سليم باجوه وايي “د تېر يوه نيم کال په دوران کې يې په لويه کچه کاميابي ترلاسه کړې ده، د ده په وينا اوس له افغانستان سره نژدي وروستی سيمې له اورپکو پاکېږي.”

دی وايي په دغو عملياتو کې يې د اورپکو ۸۳۷ پټنځايونه هم له منځه وړي دي.

د پاکستان پوځ وايي، د تېرو ۱۸ مياشتو په موده کې يې د پټو معلوماتو په ترڅ کې په ټول هېواد کې ۱۳۲۰۰ عمليات کړي، چې له امله يې ۱۸۳ مهم اورپکي وژلي او شاوخوا ۲۱ زره نور يې نيولي دي.

ويل کېږي له دغو عملياتو وروسته په پاکستان کې امنيتي حالات ښه شوي خو ځينې خلک بيا د پاکستان پوځ د ولسي وګړو په ځورولو او وژلو تورنوي.

Author

خروج از نسخه موبایل