باميانو كې له نږدې ۶ زرو زده كوونكو كانكور ازموينه واخستل شوه

باميانو كې له نږدې ۶ زرو زده كوونكو كانكور ازموينه واخستل شوه په باميانو كې د دولسمو ټولګيو له ۵۷۳۷ فارغانو څخه چې ۳۰ فيصده يې نجونې وې، نن د كانكور ازموينه واخستل شوه.

د باميانو پوهتون رئيس علي ياور سيرت وايي، په دغه ازموينه كې ۳۵۶۲ د دولسمو ټولګيو نارينه فارغانو او ۲۱۷۵ نجونو ګډون كړى دى.

ياور زياته كړه، سږ كال د باميانو پوهنتون د ۱۱۰۰ تنه محصلينو د جذبولو ظرفيت لري.

په باميانو كې سږنۍ كانكور ازموينه چې په يو خلاص ميدان او منفي ۲۰ درجې يخنۍ كې واخستل شوه، په اړه يې د كانكور ازموينو رئيس جاويد رسولي وايي، دا وار د كانكور ازموينې نتايج به د نورو كلونو په پرتله متفاوت او خورا شفاف وي.

د ده په خبره، سږ كال د كانكور په هره صحنه كې داسې برېښنايي دستګاوې نصبېږي چې هېڅ تليفون شمېره به يې په شاوخوا صحنه كې كار نه كوي او هېچا ته به د نقل وركولو يا نقل اخستلو زمينه برابره نه شي: (( د ټول هېواد لپاره مو د لوړو زده كړو وزارت د سوالونو په بانك كې ۶۰ زره سوالونه جوړ كړي، دغه راز مو سږ كال د نجونو لپاره يو مثبت تبعيض هم په نظر كې نيولى چې نجونې له هلكانو جلا يو تر بله رقابت كوي او دا په دولتي پوهنتونونو كې د نجونو د ونډې زياتولو لپاره دى.))

دغه راز، په باميانو كې د نننۍ كانكور ازموينې پر مهال ټولو داوطلبانو ته د سوالونو متفاوتې پاڼې ويشل شوې وې چې د امتحان په صحنه كې د هرو دوو زده كوونكو د سوالونو پاڼې يو تر بله بدلې وې.

بلخوا په باميانو كې د كانكور ازموينې ګډونوال زده كوونكي د ملي وحدت له حكومت او لوړو زده كړو وزارته غواړي چې سږ كال د نتايجو شفافيت ته زياته توجه وكړي.

ټاكل شوې سږ كال له ۳۵۰ زره زده كوونكو نه په ټول هېواد كې كانكور ازموينه واخستل شي چې له منځه به يې ۱۱۸ زره كسان لوړو زده كړو او پوهنتونونو ته جذب شي.

Author

خروج از نسخه موبایل