عراق د م م دامنيت شورا څخه غوښتي چې ډیر ژر دې ترکي عسکر د دوی له خاوري ووځي

عراق د م م دامنيت شورا څخه غوښتي چې ډیر ژر دې ترکي عسکر د دوی له خاوري ووځي428488

عراق د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ته ليک ليږلي او هيله يي کړي چې له ترکيي څخه وغواړي هر څه ژر خپل عسکر د عراق څخه وباسي. او پخپله خاوره کې يي د ترکي عسکرو موجوديت د ملګرو ملتونو د منشور او بين المللي قوانينوخلاف او «ښکاره سرغړونه»بللي ده« موږ د ملګرو ملتونو د امنيت شورا څخه غواړو چې له ترکيي څخه وغواړي، ډير ژر خپل عسکر وباسي او نور د عراق پر ملي حاکميت تيری ونه کړي»

« داعمل د ملګرو ملتونو د منشور د اصولو خلاف او د عراق د ځمکني بشپړپتا او ملي خپلواکۍ څخه ښکاره سرغړونه ده» دعراق د مقاماتو د معلوماتو له مخې ، د دسمبر پر ۴ نيټه د ترکيي د ټانک کنډ ک د عراق د نينوا ولايت ته، په دې بهانه چې کردي مليشوته چې د ترهګرو سره په جګړه بوخت دي، پو ځي روزنه ورکوي، داخل شوي دي.

خو د عراق د يپلوماتيکې کړۍ او د د فاع وزارت د ترکيي پو ځيانو شتون «غليمانه اقدام» بللی دي، چې د عراقۍ مقاماتو سره پرې موافقه نه ده شوی.

Author

خروج از نسخه موبایل