د سوريې دولت به له وسله والو سره خبرو ته کښې نه ني تر څو چي دوی له جگړې لاس نه وي اخستي

د سوريې دولت به له وسله والو سره تر هغي د سياسي گوندونو په ډول خبرو ته کښې نه ني تر څو چي دوی له جگړې لاس نه وي اخستي

د سوريي ولسمشر بشار اسد له يوي اسپانيايي تلويزيوني شبکي سره د مرکي پر مهال له دي سره ويلي چي دي به هيڅ کله له خپل هيواده ونه وځي

د سوریې ولسمشر بشار اسد د آسپانیا له یوې تلویزیوي شبکې سره په مرکه کې ویلي دی له وسله والو مخالفینو سره هر مهال خبرو ته چمتو دی خو له هغه ډلو سره به خبرې ونکړي کوم چې ترهګرې او د لویدیځ هیوادونو لاس پورڅې دي ده ویلي د سوریې خلک دا ډلې سیاسي ګوندونه نه بولي.

د سوریې ولسمشر له دې سره ویلي هغه کسان چې په لاس کې سپکې او درنې وسلې لري ترهګر ګڼل کیږي او دمشق به له دوی سره خبرو ته هم کښې نه ني او نه به هم ددوی او د لویدیځ په غوښتنه له واکه لاس واخلي

دا په داسې حال کې ده چې له دې مرکې یوه ورځ مخکې د سوریې دولت مخالفینو په ریاض کې د ناستې پر مهال په لنډ مهالي حکومت کې د بشار اسد شتون رد او د ده د ګوښه کیدو غوښتنه یې وکړه.

بله خوا په سوریه کې د روسیې له لوري د بریدونو په دوام سره ولادیمر پوتین د دفاع وزارت ته حکم کړی ترڅو د روسي ځواکونو پر وړاندې د هر ډول ګواښ پر وړاندې کلک غبرګون ښکاره او دا ګواښ له منځه یوسي.

Author

خروج از نسخه موبایل