حوثيان له سعودي څخه د پنځو پوستو نيولو ادعا كوي

حوثيان له سعودي څخه د پنځو پوستو نيولو ادعا كوي رپوټونه وايي، د حوثي وسله والو توغندويي بريدونه د سعودي عربستان په داخل کې دوام لري، چې له 100062کبله يې ګڼو سعودي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

حوثي وسله والو ادعا کړې، چې په تېرو څو ورځو کې يې له سعودي عربستان څخه بجحفان سيمه کې پنځه پوستې نيولې دي.

په رپوټ کې راغلي، چې په جيزان ولايت کې د حوثي وسله والو په توغندويي بريد کې د سعودي دوه سرتېري وژل شوي دي.

حوثي وسله والو په سمندر کې د سعودي عربستان يوه جنګي بېړۍ هم په توغنديو ويشتې او ويجاړه کړې يې ده، خو تر اوسه خپلواکو رسنيو د حوثي وسله والو د دغې ادعا په اړه څه نه دي ويلي.

سعودي عربستان او متحدينو يې له تېرې مارچ مياشتې راهيسې پر حوثي وسله والو ځمکني او هوايي بريدونه پيل کړي، چې تر اوسه پکې ګڼو ملکي او نظامي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

سعودي عربستان غواړي د يمن تښتېدلى جمهور رئيس عبد ربه منصور هادي بېرته د واک پر ګدۍ کېنوي.

Author

خروج از نسخه موبایل