چين له افغان امنيتي ځواکونو تجهیز ته چمتوالی ښودلې

د چين د بهرنيو چارو وزیر وانګ یې وايي، هېواد يې چمتو دی، څو له ترهګرو سره د مبارزې په خاطر، چې د چین له پاره هم یو ګواښ دی، له افغان حکومت سره د امنیتي معلوماتو د 12347633_901173879958855_6930499733730541815_nشریکولو او د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تجهیزاتو په برخه کې مرسته وکړي.

نوموړي زیاته کړه، چې چين د پانګونې په برخه کې نړیوال اسیایي انکشافي بانک کې د افغانستان له غړیتوب هرکلی کوي.

وانګ دغه څرګندونې له ولسمشر محمد اشرف غني سره په پاکستان کې د اسیا زړه هېوادونو د کنفرانس په څنډه کې د يوې دوه اړخیزې ناستې په ترڅ کې وکړې.

د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې په دې ناسته کې د چین د بهرنیو چارو وزیر وویل، د افغانستان او چین دوستي ۶۰ کلنه سابقه لري او هېواد يې غواړي، چې له افغانستان سره خپلې دوستانه اړیکې لا غښتلې او پیاوړې کړي. همدارنګه نوموړي زیاته کړه، چې “موږ د افغانستان په خاطر د اسیا زړه په کنفرانس کې ګډون وکړ، ځکه دا کنفرانس د افغانستان دی، چې له افغانستان سره د همکاریو په موخه جوړ شوی دی.”

د چین د ولسي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر جمهور رئیس ته وویل، په پلازمېنه اسلام اباد کې د اسیا زړه کنفرانس ته ستاسو راتګ به له افغانستان سره د مرسته کوونکو هېوادونو همکاري زیاته کړي.

ولسمشر غني د افغانستان او چین دوستانه تاریخي اړیکې د ښې ملګرتیا نښه وبلله او زیاته یې کړه، چې افغانستان او چین په سختو شرایطو کې تل د یو بل تر څنګه درېدلي دي.

غني زیاته کړې، چې افغانستان د ترهګري له مستقیم خطر سره مخ دی، خو د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه په پوره مېړانه او زړورتیا د دوی پر وړاندې مبارزه کوي.

هغه زیاته کړه د افغانستان په شمال ختیځ زون کې د ترهګرو ډلو فعالیتونه د چین لپاره تهدید دی.

هغه له چين څخه غوښتنه وکړه، چې چین به له ترهګرو سره د موثرې مبارزې په موخه د افغانستان د هوایي ځواکونو د پیاوړتیا په برخه کې مرسته وکړي.

ولسمشر زیاته کړه، چې افغانستان د پانګونې په برخه کې د نړیوال اسیایي انکشافي بانک AIID د غړیتوب غوښتنه لري، چې دغه غړیتوب به د اورګاډي د کرښې د غځولو، زېربناو او واخان دهلیز لارې په برخه کې چې افغانستان د ځمکې له لارې له چین سره نښلوي لویه مرسته وکړي.

د هېواد ولسمشر محمد اشرف غني وویل، د جرمني هېواد لېواله دی، چې د برېښنا د تولید، د کورونو د جوړولو او په انکشافي برخو کې د افغانستان، چین او جرمني ګډه همکاري رامنځته کړي.

ولسمسر دا هم وویل، چې هغه دوه چینایي کمپنۍ چې د افغانستان د کانونو په برخه کې یې پانګونه کړې، خو کاري طرحه یې نه لرله، نو د یادې طرحې له بشپړولو وروسته به هغوی ته د کار د اجازې د ورکولو او یا نه ورکولو په هکله تصمیم نیول کېږي.

هغه وویل، د مس عینک کان قراردادي چینایي کمپنۍ چې د اورګاډي د کرښې د جوړولو ژمنه یې کړې وه، یاده کرښه یې نه ده جوړه کړې، نو د چین حکومت دې یاده کمپنۍ د خپلې ژمنې پرځای کولو ته وهڅوي.

ولسمشر زیاته کړه، چې چین غواړي، د افغانستان له لارې د ترکمنستان ګاز چین ته ولېږدوي او افغانستان په دې برخه کې مرستې ته تیار دی.

د چین د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان ، چین او جرمني د ګډو همکاریو کمېټې له جوړولو سره موافقه وکړه او زیاته يې کړه، چې دغه کمېټه دې ژر تر ژره جوړه شي، چې د همکاریو په برخه کې عملي اقداماتو او همکاریو ته زمینه برابره کړي.

وانګ وویل، د اورګاډي کرښې او برېښنا د تولید په برخه کې همکاري د چین د اقتصادي ودې او پانګونې له پاره هم مهمه ده او ملاتړ یې کوي

Author

خروج از نسخه موبایل