د بغلان په برکه کې د داعش وسله والو ۷۰ کورنۍ مېشتې شوې

د بغلان په برکه کې د داعش وسله والو ۷۰ کورنۍ مېشتې شوې

د بغلان ولایت په برکې ولسوالۍ کې داعش وسله والو ته د منسوبو کسانو تر فعالیت وروسته اوس د هغوی لسګونه کورنۍ هم په دې ولسوالۍ کې مېشتې شوې.

څو موده مخکې د ولایتي شورا ځينو غړو او د سیمې خلکو ویلي وو چې د برکې ولسوالۍ په تنګي مرچ سیمه کې داعش وسله والو ته منسوب کسانو فعالیت پیل کړی او دا هغه ځای دی چې مخکې په کې وسله والو طالبانو فعالیت درلود.

خو اوس را رسېدلي راپورونه وايي چې د داعش کسانو خپلې کورنۍ هم دې سیمې ته راوستلې دي.

د بغلان د ولایتي شورا غړی محمدحنیف کهګدای وايي چې د داعش وسله والو خپلې شاوخوا اویا کورنۍ له نا معلوم لوري تازه د تنګي مرچ سیمې ته راوستلې دي.

هغه وويل چې د داعش یاد وسله وال په عربي او ازبکستاني ژبو خبرې کوي او په لوکسو موټرو کې چې تور بیرغونه پرې لګېدلي تګ راتګ کوي.

د ولایتي شورا د یاد غړي په خبره، د جندالله ډلې کسان چې مخکې له طالبانو سره یو ځای د دولت پر ضد جنګېدل، هم له داعش وسله والو سره یوځای شوي دي.

کهګدای زیاته کړه چې د داعش وسله وال اوس په سیمه کې د کسانو پر جذبولو بوخت دي او هغه کورنۍ چې خپل غړي ور نه کړي په بدل کې یې د یوه سرتېري د لګښت اندازه پیسې ترې اخلي.

د سیمې یوه اسېدونکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، وویل چې په وروستیو دریو اونیو کې هره شپه د داعش وسله والو دوه یا دری کورنۍ دې سیمې ته راځي او اوس یې شمېر لسګونو کورنیو ته رسېدلی دی.

هغه زیاته کړه: ((وسله والو کسانو د دوی د کورونو شاوخوا امنیت نیولی او خلک نه پرېږدي چې له نږدې یادې کورنۍ وویني.))

سرچینه وايي چې د یادو کورنیو غړي هم له خپلې محدودې بهر نه راوځي او د خلکو له سترګو پټ دي.

د يادونې ده، د روانې میاشتې په لومړیو کې د سیمې خلکو او د ولایتي شورا ځینو غړو خبرداری ورکړی و، که حکومت په برکه کې د داعش وسله والو په اړه اقدام ونه کړي، ناسم عواقب به ولري.

Author

خروج از نسخه موبایل