د امريکا هوايي بريد د داعش مالي مشر وژلی

ايتلافي ځواکونه له تير يو کال راهيسې په عراق او سوريه کې د اسلامي دولت ډلې پر جنګياليو هوايي ګوزارونه کوي

د امريکا د پوځ يوه وياند ويلي د اسلامي دولت په نوم ډلې مالي مشر د امريکا په مشرۍ ايتلاف په يوه هوايي بريد کې وژل شوی دی.

موفق مصطفی محمد چې په ابو صلاح مشهور دی او دوه نور لوړپوړي چارواکي د امريکا هوايي بريدونو کې چې په وروستيو اوونیو کې شوي، وژل شوي دي.

په دې اړه نور جزييات نه دي ورکړای شوي.

ايتلافي ځواکونه له تير يو کال راهيسې په عراق او سوريه کې د اسلامي دولت ډلې پر جنګياليو هوايي ګوزارونه کوي.

د دغو بريدونو په لړ کې په وروستيو کې په ليبيا کې د اسلامي دولت ډلې يو مشر هم ووژل شو.

ابو صلاح، د موفق مصطفی محمد الکرموش شفري/بدل نوم دی.

امريکا ابو صلاح د اسلامي دولت ډلې د مالي برخې يو (مهم او تجربه لرونکی غړی) بللی دی.

امريکايي چارواکي وايي د اسلامي دولت ډلې هغه دوه نور کسان چې له ده سره يو ځای وژل شوي يو يې ابو مريم دی چې دغې ډلې ته د پیسو پیدا کولو مسووليت لري.

دويم کس چې وژل شوی ابو وقمن تونسي دی چې د اسلامي دولت ډلې ليکو ته خلک، وسلې او معلومات همغږي کوي.

Author

خروج از نسخه موبایل