د حمص له زاړه ښاره سلگونه خلک په وتلو دي.
د سوریې د حکومت مخالفو وسلوالو ډلو، د حمص په ښار کې د سیمه ایزو چارواکو سره په یو اوربند موافقه کړې ده او تر خپلې ولکې لاندې له وروستیو سیمو نه د سور
دغه موافقه تېره اونۍ شوې وه چې له مخې به یې ټولټال ۳۲۰۰ یاغیان له خپلو کورنیو سره له دغه ښاره وځي.
د سوریې حکومتي ځواکونو دا سیمه له څو کلونو راهیسې، د هیواد د کورنۍ جگړې په مهال چې یوه کوچنۍ یاغي ډله په کې میشت وه، کلابند کړې وه.
د حمص والي اسوشیتد پرس ته ویلي دي، ټاکل شوې ده چې لږ تر لږه ٣٢٠ وسلوال یاغیان د حمص وائل سیمه پریږدي. د دې ترڅنگ چې مخالف وسلوال جنگیالي دا سیمه پریږدي په سلگونه ملکي خلک هم په بسونه کې سپریږي او له دې سیمې نه پښې سپکوي.
په بریتانیې کې میشت د بشري حقونو د څار ډله چې په سوریې کې د تاوتریخوالي څارنه کوي وایي تمه ده چې د چهارشنبې په ورځ به ٧٥٠ کسان د وائل سیمه پریږدي. په دې سیمه کې د یاغیانو شمیر څو زرو ته رسیږي چې له درېیو کلونو راپدیخوا د سوریې د دولتي ځواکونو له خوا کلابند شوي وه.
د دې ټولو یاغیانو د وتلو سره به د حمص د ښار کنترول چې د سوریې د پلازمینې دمشق په ١٥٠ کیلومترۍ کې پورت دی، په پشپړه توگه د جمهور رئیس اسد د ځواکونو لاس ته ورشي. د حمص ښار د سوریې د شمال د حماه او حلب ښارونه سره تړلي دي.
د سوریې حمص ښار د هیواد په شمال کې د حماه او حلب ښارونه سره تړلي
هغه هڅې چې سوریې ته د سولې یو هر اړخیزه موافقه رامنځ ته کړي تر اوسه پورې کومې نتیجې ته نده رسیدلې خو په سیمه ایزه کچه د هیواد په ځینو سیمو کې د وسلوالو او حکومتي ځواکونو ترمنځ د اوربند کوچنۍ معاملې شوې دي.
بل خوا د سوریې د حکومت نورو مخالفو ډلو د چهارشنبې په ورځ د سعودي عربستان په پلازمینه ریاض کې غونډه وکړه چې د حکومت سره د سولې د خبرو اترو مخکې یوه متحده جبهه جوړه کړي.
دمگړۍ د ملگرو ملتونو سازمان او د نړۍ ځواکمن هیوادونه هڅه کوي چې د راتلونکي عیسوي کال د جنوري میاشتې تر لومړۍ نیټې پورې د سوریې حکومت او بیلابیلو مخالفو ډلو ترمنځ د ملگرو ملتونو په منځگړتوب د خبرو اترو زمینه برابره کړي.