د وينزويلا دولت مخالف گوندونه له اولسو کلونو وروسته په پارلماني ټاکنو کي بريالي شوي

د وينزويلا دولت مخالف گوندونه له اولسو کلونو وروسته په پارلماني ټاکنو کي بريالي شوي دي مخالفينو د هوگوچاوز په مشری حاکم گوند ته په لومړي ځل په ماتي ورکولو سره بريا تر لاسه کړې ده

د ونزویلا د ټاکنو کمیسیون ویلي د حاکم ګوند مخالفینو ایتلاف په پارلماني ټاکنو کې نهه نوي سلنه رایې خپلې کړي دي او حاکم سوسیالیست ګوند ته یې د شپږ څلویښت ځوکیو په توپیر سره ماته ورکړې. ددې پآیلو له اعلان څو شیبې وروسته د حاکم ګوند او د حکومت ریس نیکلاس ماددورو په ټاکنو کې د خپل ګوند ماته منلې ده او دا پایله یې تیاره ښودلې. د ونزویلا ولسمشر ویلي چې له دې وروسته به یې هم ګوند له خلکو او خپل هیواد څخه دفاع او د هوګوچاوز د پاځون د دوام هڅه به وکړي. پر ټاکنو د خوراکي توکو کمښت لکه شیدو وریجو بورې غوړیو او نورو اړنو توکو سیوری غوړولی وو ولسمشر دا پایله اقتصادي جګړه وښوده هغه جګړه چې دده مخالفینو د دوی پر وړاندې په لاره اچولې وه.

له بلې خوا دا ټاکنې د ولسمشر د محبوبیت لپاره یو ډول ټول پوښتنه ښودل شوې د هغه ولسمشر چې د هوګو چاوز له مشری وروسته د ولسمشر په توګه ټاکل شوی دی له دې سره چې په پارلماني ټاکنو کې مخالفین بریالي شوي خو بیا به هم سوسیالیست ګوند چې حاکم دی تر ډيره د واک واګې په لاس کې ولري ډیری ښاروالی او ولایتي شوراګانې اوس هم له حاکم ګوند سره دي.

Author

خروج از نسخه موبایل