عراق موصل ښار ته نږدي ددوی خاوري ته د ترکيي سرتيرو ننوتل تيری ښودلی دی

عراق موصل ښار ته نږدي ددوی خاوري ته د ترکيي سرتيرو ننوتل تيری ښودلی دی

د عراق بهرنيو چارو وزارت د يوي اعلاميي په خپرولو سره له سيمي د ترکي ځواکونو د وتلو غوښتنه کړې ويلي يي دي: ترکيي د عراق له غوښتنې پرته ددوی خاوري ته سرتيري استولي چي دا پر عراق د نيواک گري په مانا ده

د عراق بهرنیو چارو وزارت نن د یوې وینا پاڼې په خپرولو سره ددوی له خاورې د ترکي سرتیرو د وتلو غوښتنه کړې ویلي یې دي، ترکي ځواکونه د عراق مرکزي حکومت له اجازې پرته دې سیمې ته راغلي او دا په ښکاره تیری ګنل کیږي. د ریپوټونو له مخې دا ترکي سرتیري چې په سپکو او درنو وسلو سنبال دي د موصل ښار ته نږدې د نینوا ولایت ته د کرد مخکین مرګو د روزنې لپاره راغلي دي.

د عراق لومړي وزیر حیدر عبادي د ترکې دا ګام غندلی او دایې د سیمه او نړۍ د قوانینو پر خلاف ښودلی دی. عراق ته د ترکیي سرتیرو د استولوپه هکله د امریکا په مشری د داعش پر وړاندې نړیوال ایتلاف خبر درلود او د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي: عراق ته د ترکیې سرتیرو د استولو موخه د داعش پر وړاندې د مبارزې یوه برخه نده.

د ترکیې جمهوریت ورځپانې سیمې ته د استولو شویو سرتیرو شمیره یو سل پنځوس کسان ښودلې ده ویلي یې دي دا سرتیري تیره ورځ د عراق خاورې ته د ننه شوي.

د عراق هغه سیمې ته نږدې د ترکي سرتیرو خپل سری ورتګ چې د داعش په واک کې دی په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د روسیې عراق او ایران له لوري پر انقرې تور لګول شوی چې له داعشه په پټه ملاتړ کوي. ترکیې ویلي داعش د سوریې او عراق تیل په ترکیه پلوري خو ترکیه بیا له دې ډلې سره خپلې اړیکې نه مني.

Author

خروج از نسخه موبایل