سويډن تر لسو کلونو له افغانستان سره د بشري حقونو اواقتصادي پروژو په پرمخ بيولو کي مرسته کوي

سويډن تر لسو کلونو له افغانستان سره د بشري حقونو اواقتصادي پروژو په پرمخ بيولو کي مرسته کوي

ددي هيواد له لومړي وزير سره د ولسمشر غني د ليدني پر مهال د کډوالو په هکله هم خبرې شوې دي

سویډن اروپا ته د ولسمشر د سفر وروستی تمځای وو او تیره ورځ غني له دې هیواده لیدنه کړې ده. د دواړو هیوادونو مشرانو له ځانګړو خبرو وروسته په یوه خبرې ناسته کې ګدون کړی دی. په دې خبرې ناسته کې د سویډن لومړي وزیر تر لسو کلونو له افغانستان سره د بشري حقونو او د اقتصادي پروژو د ودې لپاره د مرستو اعلان کړی دی. ولسمشر هم له افغانستان سره د سویډن مرستې او د پوځي همکاري اړنیه ښودلې ویلي یې دي افغانستان یو غني هیواد دی خو اوسیدونکي یې اوس هم د لوږې له ګواښ سره مخ دي.

بله موضع چې د دواړو مشرانو پرې خبرې کړې په سویډن کې د افغان کډوالو برخلیک وو ښاغلي غني ویلي افغانستان او سویډن ددې ستونزې د هواری لپاره دیوې ګډې حل لارې د رامڼخ ته کولو په هڅه کې دي.

د سویډن لومړي وزیر ویلي په تیرو دوه میاشتو کې اتیا زره کډوال ددوی هیواد ته ورغلي دي او دوی اړ دي ترڅو د غیر قانوني کدوالو په هکله جدي قوانین رامنځ ته کړي.

استیفن لووین د غیر قانوني کډوالو په هکله ویلي چې له دوی سره به د راتلونکې کال په وړي کې له سختو قوانینو کار واخستل شي.

د سویډن لومړي وزیر زیاته کړې د هغه افغان کډوالو غوښتنې چې ددې له قوانینو سره سمون نلري بیرته به افغانستان ته واستول شي.

Author

خروج از نسخه موبایل