د يمن جگړې ددي هيواد نيمايي اوسيدونکي له قحطۍ سره مخ کړي دي د خوړو نړيوال سازمان له دي خبرداري سره له مرستندويه بنسټونو څخه د لاس په کار کيدو غوښتنه کړې

د ملګروملتونو د خوړو ځانګې خبرداری ورکړی چې په یمن کې د خوړو چارې د ورځې په تیریدو سره خرابیږي. دوی ویلي: ددې هیواد له دوه ویشتو ولایتونوڅخه لس ولایتو034053نه د خوړو له بیړني حالت سره مخ دي. ددې ادارې سیمه ایز مسول رسنیو ته ویلي حالات له قحطی یوه درجه ټیټ دي او مرستندویه بنسټونه باید دې ستونزې ته د رسیدنې لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.

ماتيو هالينگ وُرد – ” یمن اوس د مرستی رسونی په برخه کې ستونزمنه سیمې اوښتې ده په تول هیواد کې ګواښ او تاوتخریوالی روان دی مونږ به خپلې دندې ته دوام ورکړو خو ددې هیواد نیمایي اوسیدونکي له قحطی څخه یو ګام وروسته دي مونږ د نړیوالې ټولنې مرستو ته اړتیا لرو.”

د یمن په نهه میاشتینی جګړه کې تر اوسه شپږ زره کسان وژل شوي او د کډوالو شمیره یو میلیونو کسانو ته رسیږي. د ریپوټونو له مخې کدوال هم له ستونزو سره مخ او بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.

احمد حسن – ” زه له ټولو خلکو غواړم تر څو له اړو کسانو سره مرسته وکړي دوی ستاسو وروڼه دي ددوی په هکله فکر وکړی له دوی سره د خورو جامو او نورو مرستو لپاره لاس په کار شی خلک دلته هیځ نلري دوی په شپو شپو پر ځمکو بیده کیږي.”

په یمن کې جګړې ته پر دې هیواد د عربستان په مشری د ایتلاف هوایي بریدونو وروسته زور واخیست اوس مهال د عربي ایتلاف له هوایي بریدونو سربیره د حوثیانو او تښتیدلي ولسمشر منصور هادي د پلویانو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *