امريکايي چارواکي وايي، بريدګرې تشفين ملک وړاندې پر فېسبوک د يوې ويډيو په ترڅ کې له “اسلامي دولت” ډلې سره بيعت کړی و
“اسلامي دولت” یا داعش نومې ډله وايي د امریکا په کليفورنیا کې د ټولنیزو خدمتونو پر یوه مرکز برید چې ۱۴ کسان یې ووژل، د دوی ملاتړو تر سره کړی دی.
د نوموړې ډلې سره تړلې راډيو چې پر انټرنېټ خپرونې کوي، د کليفورنيا په جنوب کې بريدګر د اسلامي دولت ډلې “پيروان” بللي دي.
د البيان په نامه دغه راډيو په خپلو ورځنيو خبرونو کې سيد رضوان فاروق او مېرمن يې تشفين ملک چې د امریکا په کليفورنيا کې يې ۱۴ کسان په ډزو وژلي او ۲۱ نور ټپيان کړي وو او بيا وروسته د پوليسو له خوا په ډزو ووژل شول، “شهيدان” بللي دي.
د تېرې جمعې پر ورځ (۴ ډسمبر) د داعش ډلې سره تړلې يوې وېبپاڼې دغه بريدګر د دې ډلې غړي بللي وو.
د امریکا د پلټونو ادارې دغه بريدونه يوه “ترهګر عمل” بللی او وايي د يوه ترهګر عمل په توګه به يې پلټي.
همدا ډول امريکايي چارواکي وايي، بريدګرې تشفين ملک وړاندې پر فېسبوک د يوې ويډيو په ترڅ کې له “اسلامي دولت” ډلې سره بيعت کړی و.
پر دغو معلوماتو سربېره، امريکايي چارواکي وايي، هېڅ داسې شواهد په لاس نه لري چې وښيي بريد د داعش په امر يا لارښونه شوي دی.
د لاس انجلس ټايمز ورځپاڼه د امریکا د پوليسو له خولې وايي بريدګر سيد رضوان فاروق له امریکا بهر د دوو اورپکو ډلو سره اړيکي لرل.
د بريدګرو کورنۍ وايي هک پک پاتې دي او دوی دغه کړنه غندي.