چين په سوريه کي د داعش پر وړاندي د روسيي له پوځي عملياتو ملاتړ کړی
د چين د بهرنيو چارو وزارت ويلي دوي د ترهگری پر وړاندي له ه
بله خوا روسيي ويلي دوی په دي وروستيو کي د داعش اړوند ډيری د تيلو ټانکرونه او ساتنځايونه له منځه وړي دي
د چین بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه خبرې ناسته کې وویل: هیواد یې په سوریه کې دداعش پر وړاندې د روسیې له بریدونو ملاتړ کوي. هوا چیونینګ ویلي: دوی تل د ترهګرۍ پر وړاندې له هغه بریدونو ملاتړ کړی کوم چې د اړوندو هیوادونو په غوښتنه او ملګرو ملتونو د قوانینو تر سیوري لاندې رت سره شوي دي. ده ویلي چین د شانګهای سازمان په کړۍ کې د ترهګرۍ پر وړانډې د مبارزې په برخه کې له ټولو اړخونو په ځانګړې توګه له روسیې سره همکاري وکړي.
هُوا چيونينگ – ” ده ویلي د چین دریځ د ترهګرۍ په هکله روښانه دی مونږ د ترهګرۍ له هر ډول سره مخالف یو او له دې ښکارندې سره د دوه مخې جګړې مخالفت هم کوو زمونږ په آند د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه باید د نړیوالو او ملګرو ملتونو د قوانینو په رڼا کې تر سره شي..”
په سوریه کې د داعش او نورو وسله والو ډلو پر وړاندې د روسیې بریدونه له دریو میاشتو راهیسې روان دي.