په پاکستان کې پر رسنیو باندې د داعش د ډلې بریدونه زیات شوي دي.

په دې وروستیو کې په څو پاکستاني رسنیو باندې بریدگرو حملې کړې دي او په صحنه کې یې د اسلامي دولت د ډلې گواښونکي پاڼې پریښودی دي5E815A80-F384-4D0D-B950-277830151F2E_mw1024_s_n.

ددې بریدونو د لړۍ یوه وروستۍ حمله په همدې اونۍ کې هغه وشوه چې په لاهور کې د DIN تلویزیون په مرکز د یو موټر سایکل چلوونکي له خوا د لاسي بم برید وشو. په پیښه کې څلور تنه په کې ټپیان شول. ددې تلویزیون چلوونکو د امریکا غږ ته وویل چې له برید وروسته برید کوونکو د پیښې په ځای کې تهدید پاڼۍ پریښودی دي.

په یو ورته برید کې تیره میاشت د دنیا نیوز په نامه د یو بل تلویزیوني چینل درې کار کوونکي ټپیان شول. د برید وروسته په خپرو شویو پاڼو کې ادعا شوی چې برید د داعش د خراسان د څانگې له خوا شوی دی. همداشان تیره اونۍ د ډان نیوز په سیارې خبري شبکې باندې په برید کې یو کارکوونکی ټپي شو.

پاکستاني چارواکو په هیواد کې د اسلامي دولت د ډلې شتون رد کړی، خو په رسنیو باندې وروستیو بریدونو داسې ویره پیدا کړې چې دغه یاغي ډلې په برالیتوب سره هغه هیواد ته لاره مومي چې د داعش فعالیت ته په کې زمینه برابره ده.

پاکستان پخوا هم د رسنیو لپاره د خطرناک هیواد په توگه گڼل شوی و. د ژورنالیستانو د ملاتړ کمیټه وایي چې د ۲۰۱۰ څخه رادیخوا شاو خوا ۳۰ خبریالان په پاکستان کې وژل شوي دي.

پاکستاني خبریالانو د چارشنبې په ورځ د پنجاب او سند په ایالتونو کې پر رسنیو باندې د اسلامي دولت د ډلې د بریدونو پر ضد مظاهرې وکړې.

پاکستاني رسنیو په پراخه توگه په پاکستان کې د اسلامي دولت د ډلې د فعالیت په هکله رپوټونه خپروي. همدا اوس د پاکستان په څو لویو ښارونو کې د داعش د ډلې په ملاتړ پر دیوالونو شعارونه او گرافیتونه لیدل کیږي.

د پاکستان د خبریالانو د فدرالي اتحادیی رئیس امین یوسف د امریکا غږ ته وویل چې د درعش په پلوۍ شعارونه په لاهور، کراچۍ د پنجاب په جنوب او څو نورو ښارونو کې لیدل کیږي.

د پنجاب ایالتي ادارې تیره اونۍ پولیسو او د ترهگرۍ ضد ادارې ته پر ملکي او پوځي تاسیساتو باندې د ترهگریزو بریدونو د ترسره کیدو د احتمال په هکله خبرداری ورکړی دی. که څه هم چې د پنجاب ایالت عدلیه وزیر رانا ثناءالله د داعش د گواښ خبرداری یوه ورځنۍ موضوع گڼلې ده.

خو د پیښور د سیاسي علومو په پوهنتون کې استاد نورین نصیر د امریکا غږ ته ویلي چې د پاکستان حکومت باید په دې هیواد کې د داعش د شتون په اړه ډیر محتاط اوسي او هغه له سترگو ونه غورځوي. ځکه د هغه په وینا دې ډلې سیمې ته یو څرگند گواښ رامنځ ته کړی او په دې سیمه کې موجوده ده.

په افغانستان کې چې داعش د د ولتي ځواکونو او ملکي وگړو پر ضد بریدونه پیل کړي دي، طالبانو هم په دې وروستیو کې گواښ کړی دی چې د تلوزیون یک، او طلوع تلویزیون پر تاسیاتو باندې به بریدونه وکړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *