د مصر پوليسو ويلي ۱۶ کسان وروسته له هغې ووژل شول چې دريو بريدګرو د قاهرې يوه رستورانت ته يو اور اچوونکی بم ور وغورځاوه.
په دغه پېښه کې پنځه کسان نور ټپيان شوي دي.
د راپور له مخې ډېری کسان د لوګي د تنفس کولو له امله چې په رستورانت کې د اور لګېدو له امله پيدا شو، مړه شوي وي.
ويل کېږي وړاندې له دې چې بريدګر وتښتي دريو کسانو چې پوزونه يې پېچلي وو، رستورانت ته بم وغورځاوه.
دغه ريستورانت د پلازمېنې قاهرې په غجوزه سيمه کې دی.
د بريد انګېزه تر اوسه روښانه، نه ده.
په يوه راپور کې ويل شوي بريد کوونکی د دغه رستورانت يو ناراضي کارکوونکی دی چې له وېستل کېدو وروسته يې دغه بريد کړی.
خو په خپلواک ډول دغه راپور نه دی تاييد شوی.
قاهره تر دې وړاندې هم د اسلامي دولت ډلې له لوري پر امنيتي ځواکونو او ملکي وګړو د دا ډول بريدونو شاهده وه.