جورج بوش په گډون د سي آي اي له هغه کارکونکو څخه پوښتني وکړي

د بشر حقونو د امريکا له حکومت څخه غوښتي ترڅو پخواني ولسمشر جورج بوش په گډون د سي آي اي له هغه کارکونکو څخه پوښتني وکړي کوم چي د بنديانو په ربڼوني تورن دي

دي اداري ويلي په دي هکله ديری اسناد شتون لري او د اوباما حکومت بايد د خپلي کاري نيټي له پاي ته رسيدو مخکي په دي هکله پلټنې وکړي

د امریکا مشرانو جرګې یوې جرګه ګی د تیر کال د دسمبر په میاشت کې دا په ډاګه کړه چې د امریکا استخباراتي ادراې کارکونکو له نیولو شویو کسانو څخه د مالوماتو د تر لاسه کولو په موخه دوی قوانین تر پښو لاندې کړي او زندانیان یې په بیلا بیل ډوله ربړولي دي.

د بشر حقونو څانګې د امریکا مشرانو جرګې دډې ریپوټ له مخې د امریکا له دولت څخه غوښتي ترڅو د بندیانو په ربړونه کې د یوویشت سي آی اې دخیلو کارکونکو په هکله څیړنې وکړي. د بشر حقونو دی اداری ویلی د امریکا مشرانو جرګی سربیره ددوی د ادارې په ګډون ډیری نور بنسټونه هم په دې هکله اسناد او لاسوندونه لري او باید د امریکا ولسمشر د خپلې کاري دورې له پای ته رسیدو مخکې په دې هکله څیړنې وکړي.

” په لومړي ګام کې مونږ د بارک اوباما له حکومته غواړو چې ریښتینی ګام پورته کړي که چیرې دوی په دې برخه کې ناکامه شول مونږ به له نورو هیوادونو چې د قوانینو ته ژمن دي او ژمنه یې کړې چې د ربړونې پر وړاندې به مبارزه کوي په دې برخه کې د مرستې او همکارۍ غوښتنه وکړو.” کليپ ۳

د امریکا پخوانی ولسمشر جورج بوش دده مرستیال د سي آی اې پخوانی ریس پخوانی لوی څارنوال او د سي ای اې پخواني کارکونکي د بندیانو په ربړونې او ددوی پر جنسي ځورونې تورن دي.

د بشر له حقونو د دفاع کمیسیون د مالوماتو له مخې د سي آی اې کارکونکو له تورنو کسانو د مالوماتو تر لاسه کولو لپاره دوی جنسی ااو رواني دول ځورولي دي.

د امریکا حکومت د لومړي ځل لپاره په دوه زره نهم کال کې په دې هکله چې بندیان ربړول شوي او که نه څیړنې پیل کړې

Author

خروج از نسخه موبایل