داعش هره میاشت ۴۰میلونه ډالر له بېلابېلو لارو یوازې له ترکیې تر لاسه کوي او په دې سره یې خپله مالي سرچینه قوې کړې ده
ګارډین ورځپاڼې لیکلي، د داعش د تېلو د پلورلو د مسوول ابوسیاف له کمپیوټره تر لا سه شوې سندونه ښیې چې ترکیه د داعش له خوا د تېلو پر قاچاق سترګې پټوي او د همدې تېلو په بدل کې د میاشتې ۴۰میلیونه ډالر ورکوي.
په منځني ختیز کې د ګاډین ورځپاڼې خبریال مارټن تچولوف وايي، د داعش ځېنو مشرانو ورته ویلي چې ترکیه د دوی له خوا د تېلو پر قاچاق کومه نیوکه نه کوي او نه یې هم مخه نیسي.