دنمارک مخکښه Absalon بیړی د ترکیی په غوښتنه د مدیترانی سمندرګی ته استوی

دنمارک مخکښه Absalon بیړی د ترکیی په غوښتنه د مدیترانی سمندرګی ته استوی

د مخه د Absalon بیړی د سومالی په سواحلو کی سمندری غله نیول، خو دنمارکی لوری پریکړه کړی چی د روسیی ګواښ ترکیی ته مهم دی.

دنمارک مخکښه بیړی د ترکیی سواحلو ته استوی. د Jyllands-Posten ورځپاڼه لیکی، د بیړی استول په سوریه کی د روسیی د فعالیتونو د زیاتیدو مستقیمه نتیجه ده.

د دنمارک حکومت د بیړی د استولو په هکله د ناتو هیوادونو ته د « د ترکیی له هوایی حریم څخه د روسیی تر سرغړونی او په سوریه کی د توغندیز سیستم تر ځای پرځای کولو وروسته» د پیوستون ښودلو په هکله هیلی وروسته، پریکړه کړی ده.

اوس د ترکیی غاړو ته د Absalon بیړی چی تر اوسه یی د هند په سمندر کی سمندری غله نیول، استول کیږی.

د Information ورځپاڼه د دنمارک د دفاع د وزیر پیتر کریستینسون په وینا خبر ورکوی: د سومالی په سواحلو کی اوضاع تر یوه حده مثبته شوی او موږ کولی شو د Absalon بیړی د مدیترانی سمندرګی ته واستوو. د ده په قول، داسی نښی نشته چی سمندری غله به وروسته له هغی چی بیړی له سیمی لاړه شی، بیرته راوګرزی.

د دنمارک د بهرنیو چارو وزیر کریستیان ژینسین په Jyllands-Posten کی په تبصره کی ویلی: ترکیی له ناتو څخه د بی ثباتی او د امنیتی حالاتو د بدلون په رڼا کی چی د مدیترانی د سمندرګی په ختیځه برخه کی رامنځ ته شوی، د مرستی غوښتنه کړی. موږ فعاله ملاتړ کوو او د سمندری ځواکونو د بشپړولو وړاندیز کوو، خو دا د روسیی د راغورځول شوی الوتکی له پیښی سره تړاو نه لری.

د Jyllands-Posten د معلوماتو سره سم، د ناتو نور هیوادونه کولی شی د ترکیی غوښتنی ته مثبت ځواب ورکړی او په دی هکله به د ناتو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کی د دسمبر په ۱ — ۲ نیټه اعلان وکړی.

Author

خروج از نسخه موبایل