د سرچينو په وينا پېښه د بدخشان ولايت د خاش ولسوالۍ په پاره دښته کې رامنځ ته شوې ده
د افغانستان شمال ختيځ بدخشان ولايت ځايي چارواکي وايي د دې ولايت په خاش ولسوالۍ کې د دوو ځايي قوماندانانو تر منځ جګړه شوی چې مرګ ژوبله يې اړولې ده
چارواکي وايي په دې جګړه کې د فريد په نامه قومندان له خپلو دوو ساتونکو سره يو ځای وژل شوی او د بل قوماندان يو ساتونکي هم وژل شوی دی.
د دغو سرچينو په وينا پېښه د جمعې پر شپه د خاش ولسوالۍ په پاره دښته کې رامنځ ته شوې ده.
د بدخشان ولايتي شورا غړي عبدالله ناجي نظري بي بي سي ته ويلي چې قومندان فريد له خاش ولسوالۍ څخه د بدخشان ولایت مرکز ته روان و چې پر موټر يې د سراج او شرف الدين د کسانو له خوا د راکټ بريد وشو او فريد له دوو ساتوونکو سره يو ځای په کې و وژل شو.
ده وويل په دغو نښتو کې د قومندان سراج يو ساتونکی هم وژل شوی دی.
د ښاغلي عبدالله ناجي په وينا قومندان فريد د طالبانو پر وړاندې د ولسي پاڅون غړي او د دوی پر وړاندې جنګېده.
بل خوا سراج هم د سيمه ييزو پوليسو غړی و، چې افغان حکومت ورته وسله ورکړې وه.
د ځايي خلکو په وينا دغو دوو قومندانانو په خپل منځ کې سيالي او د يو بل له قوې کېدو وېره لرله.
د افغانستان په ځينو ولایتونو کې سيمه ييز خلک او ځينې پخواني جهادي قومندانان د وسله والو طالبانو او اسلامي دولت نومې ډلې پر وړاندې د هېواد په بېلابېلو برخو کې جنګېږي.
خو څو ورځې وړاندې افغان ولسمشر اشرف غني په دغه هېواد کې د خلکو له مسلح کولو سره کلک مخالفت څرګند کړی و.