امريکا کې يوه وسلوال بريدګر ۳ کسان په ډزو وژلي

امريکا کې يوه وسلوال بريدګر ۳ کسان په ډزو وژلي

هغه مهال چې د امنيتي ځواکونو او بريدګر ترمنځ پر يو بل ډزې کېدې زيات شمېر کسان په کلينيک کې ايسار پاتې وو

د امريکا د کولرادو سپرينګز په يوه روغتيايي مرکز کې د يوه کس د ډزو په پايله کې يو پوليس او دوه ملکيان وژل شوي دي.

وسلوال کس اوس د پوليسو له لوري نيول شوی دی.

د پوليسو او بريدګر ترمنځ پنځه ساعته ډزې کېدې، چې بلاخره مشکوک بريدګر د امنيتي ځواکونو له لوري محاصره او ونيول شو.

د دغې څو ساعته نښتې پر مهال ۹ کسان ټپيان شوي هم دي.

هغه مهال چې د امنيتي ځواکونو او بريدګر ترمنځ پر يو بل ډزې کېدې زيات شمېر کسان په کلينيک کې ايسار پاتې وو.

دا چې د دغو ډزو انګېزه څه وه، لا روښانه نه ده.

د کولرادو ښاروال جان سوترز يوه خبري کنفرانس ته ويلي: ”زه غواړم قربانيانو ته خپل مراتب وړاندې کړم. دا يوه خورا زړه بوږنوونکې غميزه وه چې په کولرادو سپرنګز کې رامنځته شوه.”

دی وايي: ”په څرګند ډول موږ دوه ولسي وګړي له لاسه ورکړل. موږ د هر زړور پوليس په له لاسه ورکولو ماتم کوو.”

د بريدګر له لوري په ډزو وژل شوي پوليس ۴۴ کاله عمر درلود.

د کولرادو سپرېنګز د پوليسو مشر پيتر کرې وايي د ټپي شويو په مينځ کې پنځه پوليس هم شته، چې په ځايي روغتونونو کې يې درملنه شوې ده.

Author

خروج از نسخه موبایل