په پلازمینه کابل کې د نښلونکي بم چاودنې 3 کسان ټپیان کړل

په پلازمینه کابل کې د نښلونکي بم چاودنې ۳ کسان ټپیان کړل

د پلازمېنې کابل پوليس وايي د ښار په سويل ختيځه برخه اتمه حوزه کې يوه چاودنه شوې ده. چاودنه نور محمد شاه مېنه کې شوې چې په کارته نو هم يادېږي.

د کابل د امنيه قومندانۍ وياند بصیر مجاهد وايي تر اوسه د چاودنې له امله د اووښتې مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نه شته. خو د ځینې ریپوټونو له مخې په دې پیښه کې یوه میرمن یو ماشوم او موتر چلونکی ټپیان دي چې له دوی څخه د موټر چلونکي روغتیایي حالت دا ندیښنې وړ دی

تر اوسه ددی برید پړه چا اونه هم کومې ډلې پر غاړه اخستې ده.

Author

خروج از نسخه موبایل