راپورونه وايي چې د ترکيې په بحري اوبو کې د غير قانوني کډوالو کښتۍ ډوبه شوې چې له امله يې د نورو کسانو ترڅنګ څلور افغان ماشومان هم مړه شوي دي.
د انادولو په نامه ترکي رسنۍ د ليندۍ په ٦ مه، خبر ورکړى چې د غير قانوني کډوالو يوه کښتۍ چې ٥٥ کسان په کې سپاره وو، پرون ناوخته اروپ
سرچينې زياته کړې چې په دې کښتۍ کې د سوريې او افغانستان وګړي سپاره وو او د يونان پر لوري روانه وه.
په راپور کې راغلي چې د ترکيې بحري ځواکونو د ډوبو شويو کسانو د ژغورلو په موخه هڅې پيل کړې دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دوى څلور ماشومان روغتون ته رسولي وو، خو په روغتون کې يادو افغان ماشومانو ساه ورکړې ده.
د يادونې ده چې په دې وروستيو کې د سوريې، عراق ، افغانستان او يو شمېر نورو هېوادونو څخه اروپا ته د غير قانوني کډوالو لړۍ ګړندۍ شوې ده.
د راپورونو له مخې ، اروپا ته پر لاره لسګونه غير قانوني کډوال هره مياشت د کښتيو ډوبيدو او ترافيکي پېښو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.