طالبانو په بغلان کې د افغان امنیتي سرتېرو جنازو ادا کول حرام بللي
وسله والو طالبانو په بغلان ولایت کې تر خپلواک لاندې سیمو کې اعلان کړی دی، چې د افغانستان ساتندویانو امنیتي ځواکونو جنازو کول حرام دي او خبرداری یې ورکړی، که چا یې جنازې وکړې وبه وژل شي
د بغلان ولایت اوسېدونکی عبدالحفیظ وویل، چې وسله وال طالبان د ده، د ورور د جنازې په مراسمو کې را پیدا شول او خلکو ته یې خبرداری ورکړ، چې هیڅ د جنازې کولو اجازه نه لري.
دی وايي، طالبانو وویل، هر هغه څوک چې د طالبانو له امره سرغړاوی وکړي وبه وژل شي.
عبدالحفیظ وویل، ورو یې د جنازې له کولو پرته ښخ کړ.
نوموړي وویل، چې ورو مې د جګړې په ډګر د هېواد ساتنې په لاره کې په ګولۍ ویشتل شوی و.
عبدالحفیظ وویل، طالبان د ملي امنیتي ځواکونو د وژل شویو سرتېرو جنازو کول حرام او کفري عمل بولي.
دی وايي، د سیمې دیني عالمان د خپلو ځانونو د وېرې له کبله نه شي کولی د امنیتي ځواکونو د جنازې کولو په مراسمو کې ګډون وکړي.
د بغلان والي ویاند محمود حقمل دغه خبر تاییدوي او وايي، چې طالبان دیني ارزښتونهو نه مني او تر خپلواک لاندې سیمو کې په خلکو هر ډول ظلم روا بولي.
د حقمل په خبره، طالبانو سږکال په بغلان ولایت کې ۱۲ جوماتونه سوزولي دي او دغه موضوع ښيي، چې دوی اسلامي مقدساتو ته درناوی نه لري.
د بغلان ولایت عالمانو شورا د طالبانو دغه کار غندي او د اسلام خلاف عمل یې بولي.
د دغې شورا رییس عبدالهادي نادم وايي، چې د افغانستان دولت انتخابي او مشروع دی او د اسلام په رڼا کې دریې ګونې قوايي فعالیت کوي.
دی وايي، چې د ملي امنیتي ځواکونو سرتېري د خلکو او هېواد ساتنې له پاره سرښندنه کوي “شهیدان” دي.
نادم وايي، د امنیتي ځواکونو د جنازو لمونځ اداکول د اسلام دین له اړ خه فرض کیفايي او روا عمل دی.
عبدالهادي نادم وویل، هر هغه ډلې او کسان چې د امنیتي ځواکونو جنازې کول حرام بولي د بهرنیو هېوادونو استازیتوب کوي او دغه ډلې د اسلام نوم بدۍ له پاره ګومارل شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.