په تېرو دوو کلونو کې په کراچۍ ښار کې د بريدونو، چاودنو او ډزو له امله ۳۱ نيمه پوځيان او له ۲۷۰ ډېر پوليس وژل شوي
پاکستاني چارواکي وايي، د دې هېواد تر ټولو لوی ښار کراچۍ کې له وسله والو سره پ
بل خوا په تېرو پنځو ورځو کې د کراچۍ په يوه بله سيمه کې د وژل شويو “اورپکو” شمېر ۸ ته ختلی دی.
د پاکستان نيمه پوځيان وايي د کوټې منګهور پير له سيمې ورته د “اورپکو” په اړه خبر رسېدلی و، په لوی شمېر پوځيان سيمې ته ورغلل چې د دواړو غاړو په جګړه کې يو نيمه پوځي ټپي او څلور “اورپکي” و وژل شول.
له دې وړاندې د شنبې پر ورځ په دې سيمه کې څلور شکمن “اورپکي” او يو نيمه پوځي وژل شوی و.
د وسله والو “اورپکو” پر وړاندې د نيمه پوځيانو پرعملياتو کې له هغه وروسته زياتوالی راغلی دی چې وسله والو د بلديه سيمې د يوه مسجد څلور، نيمه پوځي ساتونکي په ډزو وژلی وو.
له دې وروسته پوليسو د سلطان اباد، منګهو پير، هزاره ګوټ، ناتها خان او نورو سيمو کې د عملياتو په ترڅ کې له سلو زيات شکمن کسان نيولي وو.
د نيمه پوځيانو د وياند په وينا په دغو نيول شويو کسانو کې د اورپکو ډلو مهم کسان هم شامل دي.
په تېرو دوو کلونو کې په کراچۍ ښار کې د بريدونو، چاودنو او ډزو له امله ۳۱ نيمه پوځيان او له ۲۷۰ ډېر پوليس وژل شوي دي.
د چارواکو په وينا ډېری له دغو پېښو په بلديه، سايټ او منګهور پير سيمو کې شوې دي.