فاریاب کې د چورلکې ۱۸ سپاره د طالبانو لاس ته

فاریاب په تېر یوه کال کې د افغانستان په شمال کې له ډېرو ناامنه ولایتونو ګڼل کېږي.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، په شمالي فاریاب ولایت کې د ملي اردو یوه قراردادي چورلکه د طالبانو تر واک لاندې سیمه کې له بېړنۍ ناستې وروسته په نښته کې د چورلکې له عملې دوه کسان وژل شوي او اتلس نوره عمله د وسله والو مخالفانو لاس ته لوېدلې ده.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وویل، دا چورلکه د یوه شخصي شرکت ده چې له دفاع وزارت سره قرارداد لري، چې افغان سرتېري له مزار شریف نه فاریاب ته روان وو.

دی وايي، د فاریاب پښتون کوټ ولسوالۍ کې د چورلکې له بېړنۍ ناستې وروسته، چې سیمه د مخالفانو وه، نښته شوې چې د چورلکې دوه عمله پکې مړه شوې.

نوموړی وايي، ۱۸ کسان نور، چې دوه پکې بهریان دي، اوس د مخالفانو په لاس کې دي.

وړاندې، د افغانستان د ملي اردو د لومړۍ لوا ویاند جګړن رضا وویل، تر اوسه روښانه نه ده چې په دې چورلکه کې څومره کسان سپاره وو.

دی وايي، ملي اردو د پېښې په اړه څېړنه پیل کړې ده.

خو د فاریاب ولایت د پولیسو مشر رویټرز خبري آژانس ته ویلي، د فاریاب ولایت پښتون کوټ ولسوالۍ د طالبانو تر واک لاندې سیمه کې د ملي اردو یوې چورلکې بېړنۍ ناسته کړې، چې ۱۳ افغان سرتېري د طالبانو لاس ته لوېدلي دي.

ددغه ولایت امنیه قومندان سید آقا ثاقب رویټرز ته ویلي، څرګنده نه ده چې دغه چورلکه ولې بېړنۍ ناستې ته اړ شوې ده.

ښاغلي ثاقب وویل: ”تر اوسه موږ پر ارزونې او څېړنې بوخت یو چې ددغو سرتېرو د ژغورلو لپاره لارې چارې ومومو”.

سیمه ییزو رسنیو د عیني شاهدانو له قوله ویلي، دغه چورلکه د طالبانو د بریدونو له کبله په سیمه کې ”لوېدلې” ده.

پر همدې مهال د افغانستان دولت د ولسي جرګې یو غړی سید انور سادات د فاریاب د والي په توګه معرفي کړی دی.

سیمه ییزو رسنیو د عیني شاهدانو له قوله ویلي، دغه چورلکه د طالبانو د بریدونو له کبله په سیمه کې ”لوېدلې” ده.

فاریاب په تېر یوه کال کې د افغانستان په شمال کې له ډېرو ناامنه ولایتونو ګڼل کېږي.

طالبان

د قاري یوسف احمدي په نامه د طالبانو یوه ویاند رسنیو ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې ویلي، چورلکه دوی ‘ویشتلې’ چې په وینا یې پنخه کسان پکې وژل شوي او ۱۵ نور نیول شوي دي.

که څه هم افغان حکومت د چورلکې د بېړنۍ ناستې ځای د فاریاب پښتون کوټ ولسوالي ښيي، خو طالبانو په اعلامیه کې خواجه موسی ولسوالي یاده کړې ده.

طالبان وايي، په چورلکه کې ډېری سپرو کسانو پوځي یونیفورم درلود، خو الوتکې اور اخیستی او په وینا یې په ‘بشپړه توګه سوځېدلې

Author

خروج از نسخه موبایل