د ښځو چارو وزارت: سږ كال پر مېرمنو تاوتريخوالى سخت شوى په داسې حال كې چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د له منځه وړلو ورځ لمانځل كيږي د ښځو د چارو وزارت چارواكي وايي، په افغانستان كې سږ كال د ښځو پروړاندې تاوتريخوالى زيات شوى نه دى خو سخت شوى دى9C4589F5-ADE0-41B1-ACB0-C31F0D3C543B_w900_r1_s.

د نوامبر پنځه ويشتمه او ليندۍ د مياشتې څلورمه نېټه د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي له نړيوالې ورځې سره برابره وه او دا ورځ هر كال په افغانستان كې لمانځل كيږي.

د چارشنبې په ورځ د يادې ورځې د لمانځغونډې پرمهال د ښځو چارو وزارت مرستيالې فوزيې حبيبي له رسنيو سره په خبرو كې وويل چې په هيواد كې د ښځو پروړاندې د تېر كال په پرتله تاوتريخوالي زيات شوى نه دى خو په وينا يې د تېرو كلونو په پرتله سخت او خطرناك شوى دى.

نوموړې په همدې حال كې په غور كې د يوې نجلۍ سنګسار ته په اشارې سره وويل چې دغه تاوتريخوالى د منلو وړ نه دى، خو د ښځو چارو وزيره دلبرنظري وايي، دولت په وروستۍ لسيزه كې د ښځو لپاره ډير قوانين تعديل كړي او د ښځو د حقونو لپاره يې د پام وړ كار كړى دى.

نوموړې زياتوي چې لاهم د هيواد په مركز او ولايتونو كې د تاوتريخوالي پېښې د اړوندو بنسټونو او ادارو له خوا ثبتيږي.

په همدې حال كې د اصلاحاتو او ښې حكومتدارۍ په چارو كې د جمهوررييس ځانګړي استازي احمدضيا مسعود وويل، په افغانستان كې لا هم ښځې د ټولنې تر ټولو ډيرې زيان ليدونكې دي، نوموړى زياتوي چې د افغانانو فرهنګ د ښځو ضد فرهنګ دى او د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالى له فرهنګ سره تړلى ګڼي.

دغه راز د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د له منځه وړلو لمانځغونډې يو شمېر ګډوانوالې ميرمنې وايي، داسې غونډې جوړول تشريفاتي بڼه لري، د دې غونډې يوه ګډونواله آريا ايوب وايي، دا له دې غونډې څخه خوښه نه ده او په وينا يې دا غونډې هيڅ ګټه نه لري.

دا په داسې حال كې ده چې ګڼې دولتي او غيردولتي ادارې، بنسټونه او ټولنې د ښځو د حقونو لپاره كار كوي خو د دې سره سره هر كال د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د ډېرېدو راپورونه خپريږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *