د يونان او مقدونيي هيوادونو ترمنځ ګډې پولي ته نږدې يو شمير کډوالو په نيوکو لاس پورې کړی يو شميرويي د نه خوړلو اعتصاب کړی او خينو يي خپلې خولې گنډلې دي
د رارسيدلو ریپوټونو له مخې دې کډوالو چې ډيری یې د ایران مراکش پاکستان او بنګله دیش هیوادونو دي له پنځو ورځو راهیسې یې د
” دا د پوښتنې وړ ده چې د ایران او نه ایراني ترمنځ څه توپیر دی ولي؟ هیله کوو له مونږ سره مرسته وکړی مونږ مرستې ته اړتیا لرو یواځې مرسته هیله کوم مرسته وکړی.”
– ” زه له دوی څخه غواړم ترڅو د پاکستانیانو بنګله دیشیانو او ایرانیانو پر مخ خپله پوله پرانیزي هیله کوم چې زمونږ حالت درک کړي ډيری کسان دلته راټول شوي هیله کوو لاره پرانیزئ.” کليپ ۳
د بشر حقونو سازمانونو ویلي: دا کډوال له ډير بد حالت سره مخ دي هوا سړه ده او روغتیایي چوپړتیا شتون نلري د ریپوټونو له مخې په روانه اونۍ کې یوه پاکستاني کډوالو د ځان وژنې هڅه وکړه خو د نورو له لوري یې مخنیوی وشو له دې سره د بشر حقونو پر دې کډوالو د وسله والو ډلو دبریدونو ګواښ په هکله هم خبر ورکړی دی ویلي یې دي له دې کډوالو سره باید د ملیت له مخې چلند ونشي.