روسیه وايي د قفقاز شمال کې یې ۱۱ سخت دریځي وژلي
د روسیې د ترهګرۍ ضد ځواکون وویلي، د قفقاز په څپ څپانده شمالي کاپردینو کاریا سیمه کې یې ۱۱ سخت دریځي اسلام پالي وژلي دي.
د روسیې خبري آژانس “تاس” د دغه هېواد د ترهګرۍ ضد ملي جرګګۍ له قوله ویلي “د لومړنیو معلوماتو پربنسټ، ۱۱ سخت دریځي مشخص کړل شول”.
دغې جرګګۍ ویلي، وسله والو په یوه ځنګلي سیمه کې تر کلابندۍ وروسته پر امنیتي ځواکونو ډزې وکړې او ګرنېټ یې ورباندې ویشتلي دي.
خبري سرچینې وايي، دغه وسله وال د “اسلامي دولت” ډلې اړوند جنګیالي وو.
د قفقاز په شمال کې اسلام پالي د “قفاز امارت” په نامه په یوه منظمه لېوا کې سره راغونډ شوي، چې د فرانس پرېس خبري آژانس په وینا، له القاعدې شبکې سره تړاو لري.
په یوه سیمه ییز جهادي وېبپاڼه کې ویل شوي، وژل شوي د “اسلامي دولت” خواخوږي نه دي.
کاپردینو د قفقاز په شمال کې له آرامو سیمو ګڼل کېږي.
مسکو په سوریه کې د “اسلامي دولت” ډلې پر وړاندې د مبارزې په پلمه هوايي بریدونه ډېر کړي دي.
“اسلامي دولت” په مصر کې د هغې روسۍ مسافر وړونکې الوتکې د غورځولو مسؤولیت منلی، چې لږترلږه ۲۲۴ کسان پکې ووژل شول.