د امریکا نيو اورلينز کې د ډزو له امله ۱۶ کسان ټپيان شوي

دا روان کال په لويزيانا کې پر ولسي وګړو د ډزو دوهمه پېښه ده151123035150_new_orleans_bunny_field_park_shooting_640x360_michaeldemockernola.comthetimespicayuneviaap_nocredit

پوليس وايي دغه پېښه د نيو اورلينز په يوه پارک کې رامنځ ته شوې چې ۱۶ کسان په کې ټپيان شوي دي.

ويل کېږي هلته د موسيقۍ د ويډيو جوړولو لپاره ګڼ شمېر خلک را غونډ شوي وو.

د پوليسو وياند تېلر ګمبل وايي، امنيتي ځواکونه د راټولو شويو کسانو د تيتولو لپاره سيمې ته روان وو چې دغه پېښه رامنځ ته شوه.

تر اوسه نه ده روښانه چې دا بريد چا ا و ولې ترسره کړی دی.

يوه پوليس مايکل هيريسن ويلي، دوی ته د رسېدلو معلوماتو له مخې، څو بريدګرو پر شاوخوا درې سوو خلکو ډزې کړې دي.

عيني شاهدانو يوه ځايي اخبار ته ويلي دوی “يو وسله وال کس وليد چې ډزې يې وکړې او وتښتېد او د غونډو شويو خلکو له منځه هم د ډزو اوزاونه اورېدل کېدل.”

نيو اورلينز پوليس وايي عيني شاهدانو د بريدګرو شمېر دوه ښودلی دی.

له پېښې وروسته ځايي پوليس او مرسته رسوونکې ډلې د پېښې ځای ته رسېدلې او ټپيان يې روغتون ته لېږدولي دي.

د ټپيانو د روغتيايي حالت په اړه معلومات نشته

دا روان کال په لويزيانا کې پر ولسي وګړو د ډزو دوهمه پېښه ده.

له دې وړاندې تېر جولای مياشت د لافايټ ښار پر يوه سينما بريد کې دوه کسان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *