زابل: د تښتول شویو مسافرو خوشي کېدو لپاره قومي مشرانو هڅې پيل کړې

زابل: د تښتول شویو مسافرو خوشي کېدو لپاره قومي مشرانو هڅې پيل کړې

جنرال میرویس نورزی وایي چې د دوي پلټي او په لاس ورغلي معلومات ښي، چي دغه کار د ملا تقوی په نوم یوه طالب قومندان کړی

په زابل کې پرون د تښتول شویو هزاره مسافرو د خلاصون لپاره ځايي قومي مشرانو هڅې پېل کړې دي.

دغه کسان د کابل کندهارلویې لارې اوږدو کې د نا پيژانده وسله والو لخوا تښتول شوي دي.

په غزني کې قومي مشرانو ويلي دي، چې دوى هڅه کوي د منځګړو له لارې دغه کسان راخوشي کړي.

په مخامخ ډول هېچاهم د دغې تښتونې مسوليت پر غاړه نه دى اخيستى، خو د زابل امنیه قومندان، جنرال میرویس نورزي بي بي سي سره خبرو کې ادعا کړې، چې د کابل – کندهار لویې لارې اوږدو کې د ملا تقوی په نوم یوه طالب قومندان دغه کسان تښتولي دي.

” ملا تقوی ویلي په جاغوریو ولسوالۍ کې د دوی د رمې پسونه د سیمې خلکو ستانه کړي دي، که هغه بېرته ورکړل شي حاضر دی چې دا کسان خوشي کړي.”

اوس ځينو قومي مشرانو هم په غزني کې زمونږ همکار اسدالله جلالزي سره خبرو کې د زابل د امنېې قوماندان خبره تايد کړې ده، خو تر دې دمه د ملاتقوی لخوا په دې تړاو څه غبرگون مخې ته نه دى راغلى.

خپله د طالبانو وياند، قاري یوسف احمدي رسنیو ته ویلي، د پېښې په اړه پلټنې کوي چې دغه کار چا او په کومه موخه کړی دی.

د تښتول شوو کسانو د شمېر په اړه هم ضد او نقيض راپورونه ورکړل شوي دي.

لومړى د زابل ځینو چارواکو ویلي و، چې مخ پټو وسلوالو نژدې ۲۰ کسان له دریو مسافر وړونکو بسونو نه کوز کړي او له ځان سره بیولي دي.

وروسته د شاه جوی ولسوال محمد جواد وزیر داشمېره ۱۷ ښودلې، چې په وينا يې وروسته ۹ کسان بېرته خوشي کړي دي.

Author

خروج از نسخه موبایل