اسد : روسيي په سوريه کې ډير څه ترلاسه کړل چې امريکا تر لاسه نه کړله

اسد : روسيي په سوريه کې ډير څه ترلاسه کړل چې امريکا تر لاسه نه کړله

د روسيي وسله والو پوځونود دو مياشتو په موده کې په سوريه کې د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کې ډير پر مختګ کړی دي، کوم چې دامريکا متحده ايالاتو په مشري ائيتلاف په يو کال کې نه دي تر سره کړي.دامطلب د سوريي ولسمشر بشارالاسد د چين د تلويزيون «فينيکس» سره په مرکه کې څرګند کړی دي.

په سوريه کې د روسيي د پوځي ځواکونو د عملياتو مخکې، یعني دوې مياشتي مخکې ، امريک

ايي ائيتلاف تر يو کال زيات د ترهګرو ضد کمپاين وکړ خو نتيجه يي داشوه چې ترهګرو نورهم زياتي سيمي تر خپلي ولکې لاندې راوستلي او د ګردي نړۍ څخه يي خلګ استخدام کړل. دروسيي د عملياتو له پيل څخه همدغه ترهګرۍ ډلې پر شا شول اوپه زرګونه يي له سوريي څخه ترکيي او نورو هېوادونو ، ځني يي اروپا او نور يي يمن او بيلابيلو سيمو ته وتښتيدل. دايو روڼ حقيقت دي». — دامطلب اسد په مرکه کې څرګند کړی چې دسوريي سانا اژانس خپور کړی دي. د اسد په خبره دسوريي اردو په ټولو جبهو کې د «اسلامي دولت» پر ضد يرغليز عمليات پيل کړي دي.

Author

خروج از نسخه موبایل