د امنيتي ستونزو له امله ترکۍ الوتکه کاناډا ته ستنه شوې

د امنيتي ستونزو له امله ترکۍ الوتکه کاناډا ته ستنه شوې

کاناډايي پوليس وايي، الوتکه يې پلټلې هېڅ چاودېدونکي توکي يا کوم به څه يې نه دي په کې موندلي.

د کاناډايي چارواکو په وينا د ترکيې يوه الوتکه (ټرکېش ايرلاينز) چې له نيويارک څخه استانبول ته روانه وه د امنيتي ستونزو له امله يې خپلې لارې ته تغير ورکړی او کاناډا ته تللې.

د راپورونه له مخې دغه الوتکه چې وېره وه، بم په کې ځای پر ځای شوی خپله لاره کاناډا ته بدله او د دې هېواد په هليفکس نړيواال هوايي ډګر کې ښکته شوې وه.

کاناډايي پوليس وايي الوتکه يې پلټلې، هېڅ چاودېدونکي توکي يا کوم بل څه يې په کې نه موندلي، الوتکه کولی شي استانبول ته ستنه شي.

ويل کېږي په دغه الوتکه کې ۲۵۶ مسافر سپاره وو.

د کاناډا پوليس دغه پېښه څېړي خو په دې اړه يې نور معلومات نه دي وړاندې کړي.

د کاناډايي پوليسو د يوه ټويت له مخې، دغه ګواښ نن يکشبنې (۲۲ نومبر) هغه مهال پېښ شو چې الوتکه د نيويارک جان اف کېنډي له هوايي ډګره پورته شوې وه.

تېره اوونۍ هم د فرانسې دوې الوتکې د بم ګواښ له امله له الوتنې پاتې وې.

د فرانسې پلازمېنې پاريس ښار له بريدونو وروسته چې ۱۳۰ کسان په کې ووژل شول د نورو بريدونو وېره زياته شوې ده.

Author

خروج از نسخه موبایل