چین کې د ډبرو سکرو کان اور ۲۱ کسان وژلي

د چین کانونه د نړۍ له ډېرو خطرناکو هغو بلل کېږي، چې هر کال پکې سلګونه کارکونکي وژل کېږي

چین کې دولتي رسنۍ وايي د دغه هېواد ختیځ کې د ډبرو سکرو یوه کان کې اور لګېدلی، چې پکې ۲۱ وژل شوي او یو بې درکه دی.

اور د جمعې په ورځ د هېیلونګ جیانګ ایالت ژیشي ښار ته څېرمه یوه دولتي کان کې ولګید.

له دې مخکې ویل شوي و، چې د اور لګیدو له کبله ۲۲ کسان په کان کې دننه ایسار دي، خو د اور لګیدو لامل معلوم نه دی.

د چین کانونه د نړۍ له ډېرو خطرناکو هغو بلل کېږي، چې هر کال پکې سلګونه کارکونکي وژل کېږي.

دا وروستیو کلونو کې البته د خوندیتابه سختو قوانینو او تدبیرونو له کبله دغه مرګژوبله کې لږوالی لیدل کېږي.

د شينهوا رپوټ کې راغلي، چې د اور لګیدو پر مهال ۳۸ کان کېندونکي دننه پکې بوخت وو، خو وايي ۱۶ کسان توانیدلي له کانه بهر شي.

چارواکي وايي اوس دغه اور کابو شوی دی.

پروسږ کال د لیانونګ ایالت په یوه کان کې اور ولګید، چې له کبله یې ۲۴ کسان ووژل شول او ۵۴ نور ټپیان شوي وو.

Author

خروج از نسخه موبایل