ولاديمير پوتين په ايران کې د روحاني او خامنه ای سره لېده کاته کوي
د روسيي ولسمشر ولاديمير پوتين په تهران کې د ايران ولسمشر حسن روحاني او مذهبي مشر علي خامنه اي سره ليده کاته کوي
دامطلب د روسيي د ولسمشر سلاکار يورې اوشاکوف ژورنالستانو ته څرګند کړی دي. « تهران ته دسفر په لړ کې د ايران داسلامي جمهوريت له روحاني مشر علي حامنه اي او ولسمشر حسن روحاني سره خبري اتري تر سره کيږي». — دامطلب اوشاکوف څرګند کړ. پر ټولو مهمو موضوعاتو به خبري وشي.- دوه اړخيزي همکارۍ، سوداګرۍ او پانګه اچوني ، اټومي انرژي، د تيل اوغاز استخراج او پوځي — تخنيکي همکارۍ.
مخکې ويل شوي وو،چې پوتين ایران ته د نوامبر پر ۲۳ نيټه د ګاز د صادرونکو هېوادونو په غونډه کې د ګډون دپاره سفر کوي.