په فرانسه کي د تيري جمعي له بريدکونکو سره په نښته کې دوه کسان وژل شوي

په فرانسه کي د تيري جمعي له بريدکونکو سره په نښته کې دوه کسان وژل شوي او يو شمير پوليس ټپيان دي نښته د پاريس په شمالي سيمه کي رامنځ ته شوې او يوه بريدگر چاوديدونکو توکو ته چاودنه ورکړې ده

د فرانسې پولیسو دا عملیات نن سهار مهال د پاریس په شمال کې پر یوه ودانې پیل کړي دي او هغه کسانو چې په دې ودانۍ کې شتون درلود له پولیسو سره په نښته بوخت شول چې له امله یې دوه کسان وژل شوي دي. له دې دوه کسانو څخه یوه یې میرمن وه چې د چاودیدونکو توکو د چاودنې له کبله وژل شوې ده. یو شمیر رسنیو ویلي دا عملیات د جمعې په ورځ د پآریس د خونړۍ پیښې د پلان رامنځ ته کونکي عبدالحمید ابا عود د نیولو په موخه پیل شوي دي چې په لړ کې یې یو شمیر پولیس هم ټپیان دي.

د فرانسې پولیسو ویلي: د پآریس په پیښه کې نهم تورن کس هم پیژندل شوی دی د فرانسې پولیسو تر اوسه د پاریس پیښې د تورنو کسانو د نیولو لپاره په شاوخوا سیمو کې په لسګونه عملیات تر سره کړي او تر اوسه یې له شلو ډير کسان نیولي دي.

د پاریس په بریدونو کې له یوسل دیرشو ډیر کسان وژل شوي او پّ سلګونه نور ټپیان دي دې برید د اروپا پر ډيریو نورو هیوادونو هم بده اغیزه کړې او ویرولي يې دي.

بله خوا د يوي شکمني کخوري له امله د آلمان او هالند فوتبال سيالي لغوه شوي ده تاکل شوي وه دا لوبه تيره شپه په هانوفر کي تر سره شوي وي خو لوبغالي ته د ليدونکو له ورتگ خو شيبي وروسته سيمه پوليسو کلابنده کري او له خلکو خخه غوشتل شوي ترخو له لوبغالي ووخي له دي سره له دي ويري په دي شار کي د سندرو يو کنسرت هم لغوه شوي دي تاکل شوي وه چي د آلمان لومري وزير او يو شمير نور لور پوري دولتي چارواکي د فرانسي خلکو سره د يوالي د شودلو په موخه له دي لوبي ليدنه کري وي   دوي په يوه خبري ناسته کي ويلي چي په آلمان کي به ناسته د معمول په دول دوام ولريږ

Author

خروج از نسخه موبایل