پکتیا کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه کې دری وروڼه وژل شوي

پکتیا کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه کې دری وروڼه وژل شوي

د پکتيا په احمد ابا ولسوالۍ کې د دوو کورنيو تر منځ د شخړې له امله دری وروڼه وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان شوي دي.

د دغه ولايت د ملکي روغتون مشر ډاکتر عمر خطاب وويل چې د احمد ابا په مچلغو سيمه کې د دوو کورنيو تر منځ شخړه شوې او له پېښې څلور ټپيان ور وړل شوي دي.

خو هغه وايي: ((يو کس د جګړې پر وخت سا ورکړې وه او دوه تنو نورو په روغتون کې سا ورکړه؛ د پاتې دوو نورو ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ دى.))

دغه راز د مچلغو سيمې يوه اوسېدونکي محمد ذاکر وويل، د دوو کورنيو تر منځ د جګړې له امله دری تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

ده زياته کړه: ((د دواړو کورنيو غړي يو له بل سره د تره زامن دي، اول يې لفظي شخړه کړې، خو وروسته په تاوتريخوالي اوښتې ده؛ وژل شوي درې واړه وروڼه او ټپيان يې ورېرونه دي.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د وژل شوو کسانو له ډلې يو تن يې د حقوقو له پوهنځي فارغ شوى و، بل يې په پوهنتون کې زده کړې کولې او درېیم يې زده کوونکى دى.

ده وويل، امنيتي ځواکونه د هغې بلې کورنۍ د کسانو د نيولو هڅه کوي، خو اصلي کسان له سيمې تښتېدلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم په پکتيا کې د کورنيو ترمنځ شخړې شوې او مرګ ژوبل په کې اوښتې ده.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، د ملي امنيت موظفينو په هرات ولايت د وسله والو طالبانو دوه فعال غړي نيولي دي.

د ملي امنيت د مطبوعاتي دفتر له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په نيول شوو کسانو کې يو يې د ملا غلام رسول په نوم د بادغيس ولايت اوسېدونکى او دويم يې د هرات د تورغونډۍ سيمې اوسېدونکى علي محمد دى.

سرچينه زياتوي، ياد کسان په تورغونډۍ سيمه کې نيول شوي او پر خپلو جرمونو يې اعتراف هم کړى دى.

Author

خروج از نسخه موبایل