امریکا د سعودي په مشرۍ یمن کې د حوثي یاغیانو پرضد عملیاتو ملا تړي، او
په داسې حال کې چې پر یمن د سعودي عربستان له خوا هوايي بریدونه کېږي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سعودي عربستان هغه غوښتنه منلې ده، چې د ۱٫۲۹ میلیارد ډالرو په ارزښت به دغه هېواد ته وسلې او مهمات ورکوي.
وروسته تر هغه چې د سعودي عربستان او یمن ترمنځ اړیکي ترینګلي شول، ولسمشر بارک اوباما د سعودي عربستان د پوځي ملاتړ اعلان وکړ.
د امریکا کانګرس ۳۰ ورځې وخت لري چې له سعودي عربستان سره ددغې په تړاو د هو یا نه رایه ورکړي.
سعودي په نړۍ کې یو هغو هېوادونو دی، چې له امریکا ډېرې وسلې پلوري.
سعودي عربستان ته له دې کبله د نیوکو ډېرې ګوتې نیول کېږي، چې ګني په یمن کې یې د حوثي یاغیانو پرضد د هوايي بریدونو لپاره ایتلاف جوړ کړی او مشري یې کوي، چې په دغو بریدونو کې ګڼ ولسي وګړي هم وژل شوي دي.
د امریکا متحده ایالتونه د حوثیانو پرضد د سعودي د بریدونو ملا تړي، ریاض هم په سوریه او عراق کې د “اسلامي دولت” پروړاندې د امریکا په مشرۍ د ایتلاف د بریدونو ملاتړی دی.
امریکا او سعودي ترمنځ اړیکي له دې کبله یوڅه خړپړ شوي وو، چې ګني واشنګټن د سوري ولسمشر بشارالاسد پروړاندې پوځي ګام اخیستو ته زړه نه ښه کوي، او بل دا چې د ایران د اتومي پروګرام پر سر یې له دغه هېواد سره هوکړه وکړه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مارک تونر ویلي، “که چېرې د امریکا کانګرس ددغې هوکړې ممانعت وکړي، د سعودي عربستان د شاهي هوايي ځواک په زېرمو کې به ډېر کمښت راشي”.
په تېره مې کې د سعودي پاچا سلمان په کمپ ډیویډ کې د خلیجي عربي دولتونو له سرمشریزې سره پرېکون وکړ، خو ددواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي واشنګټن ته په سپتمبر کې د پاچا سلمان په سفر سره بېرته ورغول شول.
د سعودي د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر ویلي، هېواد یې پر دې قانع دی چې دا هوکړه به “په منځني ختیځ کې د امنیت او ټیکاو راتلو کې برخه واخلی”.
تېر کال د ولسمشر اوباما ادارې تکل درلود، چې پر سعودي عربستان د پوځي وسایلو د پلورلو تر ټولو ستره معامله وکړي، چې ارزښت یې شاوخوا ۶۰ میلیاردو ډالرو ته رسیږي.