داعش مرګونی سایبیری ګوزار پلانوی

(داعش) د تروریستی ډلی تروریستان پر انګلستان د سایبیری برید په تنظیمولو لګیا دی.

په دی هکله د سه شنبی په ورځ د انګلستان د خزانی مشر جورج اوسبورن اعلان کړی. په دی هکله د The Telegraph ورځپاڼی د نوم وړی په قول خبر ورکړی.

د ده په وینا، اسلامپال همدا اوس له انتیرنیت څخه د شر په غرض کار اخلی او په هغو کی یی ډیر پیاوړی تبیلغات پیل کړی دی. ده په عین حال کی خبر ورکړ چی د «اسلامی دولت» تروریستی ډله ډیر جدی سایبیری ګواښ رامنځ ته کوی. د اوسبورن په قول، که چیری د «اسلامی دولت» تروریستی ډله د انرژی تر عامه دولتی سیستم، روغتونونو او یا د هوایی چلند د اداری تر نیول ورسیږی، ښایی خلک ووژل شی.

اوسبورن په پای کی وویل: تر اوسه دا کار نه دی شوی، خو موږ پوهیږو چی هغوی هر ممکن څه تر سره کوی، تر څو خپل خیالونه عملی کړی.

Author

خروج از نسخه موبایل